نادري ناولده

۱۱ کلن ماشوم درد له منځه وړونکی بوټ جوړ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۷مه ۱۳۹۳ل): هندوستان کې د اووم ټولګي مسلمان زده کوونکي داسې بوټ جوړ کړی چې له اغوستلو سره د پښو بندونو درد له منځه ځي.

هندي رسنیو راپورونو پر بنسټ دغه ماشوم ۱۱ کلن او اووم ټولګی زده کوونکی د تلنګانه ولسوالۍ ضلع اباد نومې سیمې اوسیدونکی دی او مزمل پاشا نومیږي.

د مزمل نیکه او کاکا د پښو په درد اخته ول چې مزمل د هغوی کړیدل ونشو زغملی او په دې فکر کولو اړ شو چې داسې بوټونه پیدا کړي چې د پښو درد په ارامولو کې اغیزمن وي.

نوموړی خپل فکر ته عملي بڼه ورکړه او داسې بوټانو ډیزاین يي جوړ کړ چې د پښو بندونو درد ارامولو کې مهمه ونډه لوبولی شي.

د مزمل پلار چاند پاشا په وینا نوموړی داسې بوټان چې د پښو درد ارامه کړي په انټرنیټ کې ډير لټولی چې په پیدا کولو يي نه دی بریالی شوی. چاند پاشا خپل زوی له خوا جوړ شوی بوټان د دې سیمې اړوند پنځونو مرکز ته وړاندې کړی.

مزمل پاشا په وینا نوموړی دغه بوټانو باندې پوره یو کال کار کړی او دغه بوټانو کې يي څرمن داسې استعمال کړی چې په مرسته يي د پښو درد له منځه تلی شي.

چاند پاشا وايي چې مزمل پاشا له دې مخکې داسې برقي مقناطیسي سیسټم جوړ کړی و چې که چیرې په موبایل کې ځای پر ځای شوی و نو انسان به يي ۸۰٪ له موبایل څخه وتونکي شعاع ګانو څخه ژغورلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x