خوست: د صبریو د ولسوالۍ امنیه قوماندان په چاودنه کي ټپي شو
نن ټکی آسیا: د خوست څخه یو لوړ رتبه مقام خبر ورکړی چي د نن د صبريو ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کي د صبریو د ولسوالۍ امنیه قوماندان کلیم الله پر موټر باندي ماین وچاودیدی، چي له کبله يې امنیه قواماندان د خپل یوه ساتونکي سره ټپي شو.
د پيښي په اړه کوم بل لوري تر اوسه معلومات نه دي ورکړي، او نه هم طالبانو تر اوسه ددي پيښي په اړه څه ویلي دي.