افغانستان

ارزګان کي د ماین چاودني له کبله دوه پولیس مړه او ۴ نور ټپيان شول

police_vehicle_IEDنن ټکی اسیا: د ارزګان ولایت د والي ویاند نن خبري رسنیو ته وویل چي نن غرمه په سیمه ایز وخت دولس بجې د چوري د ولسوالۍ په اړونده کلي (شنودي) کي د پولیسو پر یو رینجر ډوله موټر باندي ماین وچاودید، چي له کبله يې په موتر کي سپاره ۲ تنه پولیس مړه او څلور نور ټپیان شول.

د نومړي په وینا د پولیسو موټر په بشپړه توګه په چاودنه کي له منځه تللی، او دپيښي ټپيان د درملني لپاره د ایساف ځواکونو روغتون ته ورسول شول، ځینو خبري سرچینو خبر وکړی چي په ټپیانو کي د چوري ولسوالۍ د امنیه قوماندان مرستیال هم شامل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x