افغانستان

د ملي اردو دوه تنه عسکر مړه او یولس نور ټپیان شوه

afghan_army_kabulد ملي دفاع وزارت نن په یوه خپره شوې اعلامیه کي ویلي چي تیره ورځ د پکتیکا او کابل په ولایتونو کي د مخالفینو د وسله والو بریدونو په ترڅ کي د ملي اردو دوه تنه مړه او ۱۱ نور ټپيان شول.

خبرپاڼي ویلي چي تیره ورځ د پکتیکا ولایت د برمل د ولسوالې د تورتنګي په سیمه کي د مخالفینو لخوا د پر کورنیو عسکرو

هغه وخت برید وشو، کله چي دوی غوښتل د ځای پر ځای شوي راکټ ګولیو شنډي کړي، خبرپاڼه زیاته وي، چي د راکټ د مرمیو د چاودني له کبله ۲ تنه عسکر مړه او ۷ نور ټپیان شوه.

ځینو ازادو سرچینو ویلي چي په پيښه کي ۴ تنه عسکر ووژل شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي دغه چاودنه د یو میزایل توغندی په واسطه تر سره شوه، چي له کبله يې ۶ تنه کډ عسکر مړ او ۷ نور ټپیان شوه.

خبرپاني د یوه بل خبر په اړه ویلي چي تیره ورځ د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د وريښمو تنګي په سیمه کي د وسله والو مخالفینو د برید په صورت کي د کورني ځواکونو ۴ عسکر ټپیان شوه.

خبرپاڼي ادعا کړې چي د ملي اردو په متقابل برید کي پنځه تنه مخالفین وژل شوي، ۶ ټپیان شوي، او ۲ نیول شوي دي.

ددې پيښي په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چي تیره ورځ طالبانو د وريښمو تنګي د ملا سرخاب قبر په سیمه کي د ګډو قواوو سره په یوه نښته کي د ګډو قواوو څلور عرادې عسکري او ۵ عرادې اکمالاتي موټر له منځه یوړل.

ذبیح الله مجاهد ویلي چي په جګړه کي مخالف لوري ته د سر زیان هم اوښتی، خو په اړه يي کره معلومات نه لري.

البته مجاهد د حکومت هغه ادعا په کلکه سره رد کړه، چي ګواکي د حکومتي ځواکونو په متقابل برید کي دي طالبانو ته د سر او مال زیان اوښتی وی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x