نظــر

نوى حكومت؛ نوې پېښې، نوې اندېښنې

لیکوال: ميا هدایت الله محمدي

افغانانو له تېر حكومت نه د نفرت له امله كانګې كولې، ديارلس كلنې نادودې، غمونه او ماتمونه يې د هيلو او اميدونو مراندې پريكړې وې، د داسې شخص په لټه كې وو چې هېواد له هغو سترو بحرانونو وباسي چې هغوى يې دغه حالت ته رسولي وو او همدارنګه روانو كړكيچونو ته د پاى ټكى كېږدي، د دې له پاره يې د غني بريا په هر اړخيزه توګه د هېواد د ژغورنې وسيله بلله، نو له همدې كبله د وري د شپاړسمې ورځې ټاكنې د هېواد په تاريخ كې ثبت شوې او دا يوه تاريخي ورځ وه چې د هېواد په ډېرو لريو پرتو سيمو كې هم خلك د خپلې رايې كارونې له پاره د رايې اچونې مركزونه ته ولاړل.

په لومړي پړاو ټاكنو كې د همپالنې د ټيم مشر ډاكتر عبدالله بريالى اعلان شو، خو 1+50 يې پوره نه شواى كړى؛ نو ځكه ټاكنې دويم پړاو ته ولاړې، دويم پړاو ټاكنې هم له سختو ننګونو سره مخ شوې، خو بالاخره اشرف غني ګټونكى اعلان شو، له دې وروسته په هېواد كې يو ډول تاوتريخوالى رامنځ ته شو او مقابل لوري، بريالى نوماند، د ټاكنو كمېسيونونه په درغليو او بډې اخستنې تورن كړل، دا نو په داسې حال كې وو چې هېواد له يو ډول اقتصادي او امنيتي سترو بحرانونو سره مخ وو، د بېكارۍ كچه لوړه شوه، د خوراكي توكو د بيو لوړېدل پيل شو او همدارنګه د ګاونډي هېواد له لوري د ورځې په لسګونو راكټونه د هېواد پر شرقي خاوره راورېدل؛ خو د پلازمينې په شمول د هېواد په ځينو ولايتونو كې د لاريونونو او  غټو لارو د بندولو خبرونه هم تر غوږ كېدل، چې دا بيا د دغو بحرانونو د لا تقويت سبب شول.

په هر صورت د ټاكنو په ورځو  كې ټول هېوادوال د دغې فاجعې شاهد دي؛ خو زه نه وايم چې دا به د بايلونكي ټيم د مشر په وينا كېدل، دا باید ومنو چې دا يوه بهرنۍ استعماري دسيسه وه او بهرنيانو نه غوښتل چې په افغانستان كې داسې حكومت رامنځ ته شي چې د دې 13 كلنې دورې ټولو ناخوالو او نادودو ته د پاى ټكى كېږدي. د ټاكنو د پايلو په اړه د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري دوه ځلې كابل ته راغى چې دواړه (اشرف غني او عبدالله)  يې بالاخره بريالي اعلان كړل. دا په داسې حال كې وشول چې د هېواد او هېوادوالو زخمونه يې نور هم تازه كړل او هېواد يې يو ځل بيا د كړنګ پر غاړه ودراوه.

خو بالاخره اشرف غني ولسمشر او ډاكتر عبدالله اجرائيوي مشر اعلان شول.

وروسته د پايلو له اعلان او له ډېرو سترو ناندريو  او ناخوالو، نوي ولسمشر په 93/7/7 نېټه لوړه وكړه او په سبا يې بيا په ښه درز كې كار پيل كړ؛ خو دا دى نن 93/9/17 نېټه ده او لا هم د نوي حكومت كښتۍ د جنجالونو په سمندر كې غوپې وهي.
د نوي حكومت مشر اشرف غني د ټاكنو په ورځو كې هېوادوالو ته ډېرې غوړې غوړې وعدې وركړې، چې زه به دا وكړمه او زه به هغه وكړمه، خو هغه د پښتو متل په مصداق: «چې څومره غرېږي، هومره نه ورېږي». ولسمشر غني لا تر اوسه چې د واك يې څه باندې دوه مياشتې كېږي هېڅ داسې مثبت ګام نه دى پورته كړى چې د دې هېواد او هېوادوالو درد پرې دوا شي.

د ټاكنو په ورځو كې د كابل ښار په يوه هوټل (قصر دنيا) كې د فكر او عمل جرګې مشر علي احمد جلالي د ملاتړ غونډه جوړه شوې وه چې ولسمشر غني خپله وينا پر دې خبرو پيل كړه: «دا دى د بريا پر لور يو بل ګام هم نږدې شوم، د فكر او عمل د جرګې له مشرتابه نه ډېره مننه كوم، كه بريالى شوم، لومړنى كار به مې سولې ته وي، د ارګ او منبر فاصله به لنډوم، د مكتب او مدرسې تر منځ واټن به له منځه وړم او په هېواد كې به امنيت ټينګوم… » له دې سره ناستو خلكو چې زه هم همالته وم لاسونه وپړكول.

راځمه دې ته چې اشرف غني په دې څه باندې دوه مياشتو كې يواځې پر دې ونه توانېده چې كابينه جوړه او اعلان كړي؛ نو د سولې او امنيت خبرې لا ډېرې لرې دي. هېواد مو دا مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دى او د دغو ستونزو يوه برخه پخپله په افغانانو پورې اړه لري او څه يې هم په هغو هېوادو پورې اړه لري چې په افغانستان كې نظامي حضور لري او يا هم په ګاونډيو هېوادو پورې چې په افغانستان كې مداخله خپله ستراتيژيكه اړتيا بولي.

له  دې ننګونو سره مقابله سهي ده چې وخت هم غواړي، امكانات هم غواړي او صداقت هم غواړي. موږ چې ګورو بهرنيان دا كه ګاونډيان دي يا نړيوال ټولنه له افغانستان سره په صداقت ملګرتيا نه كوي، نړيواله ټولنه دلته يواځې خپلې موخې او اهداف ګوري له همدې كبله يې دوه سرى حكومت جوړ كړ چې اوس يې نو هغه د چا خبره غوا لنګه ده او په دوه، درې مياشتو كې په دې سره ونه توانېدل چې يوه كابينه جوړه كړي؛ نو د سولې راوستل، په هېواد كې د امنيت ټېنګښت او همدارنګه د  منبر او  ارګ د فاصلې له منځه وړل خو لا غټه خبره ده.

د دې حكومت اساس او بنسټ قصداً كوږ او غلط كېښودل شو او په دې كې تر ډېره حده د بهرنيانو مداخله وه، په ياد به مو وي چې د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كېري د دويم پړاو ټاكنو د جنجالونو د حل له پاره كابل ته راغى، نو يو لاس يې د ډاكتر اشرف غني پر اوږده اچولى وو او پر عبدالله يې غږ وكړ چې: «you win, you win» يعنې تا ګټلې تا ګټلې!  كېرې د خپلو ميكروبي كپسولو په كارولو سره د دوه سري حكومت تاداو كېښود.

له دې وروسته يو لړ اشتباهات د نوي حكومت مشرانو هم وكړل، هغه دا چې لومړى يې هغه امنيتي تړون چې د هېواد ملي حاكميت او اسلامي ارزښتونو ته ګواښ و، بې له دې چې كوم شرط او غوښتنه ترې وكړي په پټو سترګو امضاء كړ، د دې تړون د امضا كېدو له پاره پخواني حكومت لويه عنعنوي جرګه راوغوښتله او د هغې جرګې مشري صبغت الله مجددي كوله، د جرګې په پاى كې مجددي له پخواني ولسمشر كرزي څخه په جدي توګه وغوښتل چې دغه تړون د امريكا  سره امضا كړي؛ خو كرزي د تړون امضا كېدو ته خپل شرطونه كېښودل چې لومړى بايد شپيني عمليات ودرول شي، د هېواد ملي حاكميت ومنل شي، د هېواد د سرحداتو ساتنه دې وشوي او همدارنګه دې د سولې له پاره جدي او ګوټلي ګامونه واخلي او د دې تضمين دې راكړي چې نور به د افغانانو وينې نه تويوي؛ خو اشرف غني د ملي امنيت پر سلاكار  حنيف اتمر چې تر شا يې د  حزب اسلامي پخوانى قوماندان او د ګډ حكومت د اجرائيوي مشر لومړى مرستيال انجنير محمد خان، پير سيد احمد ګيلاني، حضرت صبغت الله مجددي، د قهرمان ملي(!) ورور او د نوي حكومت د ښې حكومتدارۍ مشر احمد ضيا مسعود، محقق، اجرائيوي رئيس عبدالله، سرور دانش، جنرال دوستم او په افغانستان د اسماعليه ډلې مشر نادري هم ولاړ وو امضا كړ.

له دې وروسته د عمرې له پاره  سعودي عربستان ته ولاړ، له سعودي وروسته چين ته او بيا پاكستان ته په سفر شو. دغه سفرونه اشرف غني په داسې حال كې كول چې په هېواد كې د ناامنيو او بريدونو كچه خپل اوج ته رسېدلې وه، ځينې راپورونه داسې هم خپاره شول چې اشرف غني له پاكستاني چارواكيو سره هغه څه ته غاړه كېښوده چې پخواني ولسمشر حامد كرزي ورسره نه منل؛ خو ګنګوسي داسې كېدل چې اشرف غني له پاكستاني چارواكو سره د ډيورنډ پر كرښه د عملياتو او د خندقونو د كېندلو هوكړه كړې، چې دا بيا د ډيورنډ د كرښې په رسميت پېژندلو په معنى ده.

په هر صورت نوې ادارې او نوي حكومت ته د هېوادوالو ډېرې هيلې او اميدونه دي، كه نوى حكومت شته ستونزې هوارې نه كړي او دغه اقتصادي او امنيتي بحرانونه، سيمه ييزې ناامنۍ له منځه يونه سي او په ريښتيني ډول د سولې او ارامښت له پاره ګامونه وانه خلي نو لرې نه ده چې پر دغه حكومت به هم د خلكو هغه اعتماد او باور چې د وري د شپاړسمې ورځې له پيله تر اوسه يې ورته درلوده له منځه ولاړ نه شي؛ بلكې دا حكومت به هم له سترو بحرانونو او ننګونو سره مخ شي، چې بيا به ترې د خلاصون لاره هم وركه وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
jamil

Assalamoalaikum,
His mosulman afghan par di hokumat etemad aw bawar nalari

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x