نړۍ

د سعودي مشهور داعي محمد العریفي له بنده خوشي شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۳ل):  د سعودي مشهور داعي عبد الرحمن بن محمد العریفي چې څه موده مخکي د خپل رسنیز فعالیت له کبله په سعودي کې بندي شوی وو، نن ورځ خوشي شوی.

د شیخ ورور او زوی نن په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې ددوی ورور او پلار محمد العریفي نن ورځ کور ته رسیدلی، او اوس په خپل کور کې دی.

د نوموړي په اړه ویل کیده چې د حج په موسم کې د سعودي د حکومت انتظامي چارو باندي انتقاد کړی وو، او همداسي د مصر او سوریا په شخړو کې داسي خبري کړي وې چې د سعودي حکومت د سیاست سره یې اړخ نه لګوه، چې له کبله یې نوموړی د بندي خانې میلمه شو.

که څه هم د ښاغلي العریفي د نیونې لامل د نوموړي هغه نیوکې ګڼل کیږي چې د حج په مراسمو کې یې پر یو شمیر ګډوډیو، بې نظمیو او له حاجیانو سره په ناسم چلند کړې وې، خو د کتونکو په اند د نوموړي د نیول کیدو اصلي لامل له اسلامي او جهادي مفکورې سره د نوموړي خواخوږي ده.

دکتور محمد العریفي تر دې وړاندې هم څو ځله د سعودي امنیتي چارواکو د تحقیقاتو لپاره وربللی، چې د وروستي ځل لپاره تر بندي کیدو څو میاشتې وړاندې په دې تور نظربند شوی و چې له اخوان المسلمین سره اړیکي لري او د ولسمشر مرسي پرضد پوځي کودتا یې غندلې.

د یادونې وړ ده چې سعودي چارواکو د روان کال 2014 د اګست په میاشت کې یو وتلی عالم او داعی «توفیق الصائغ» چې له آره د اریتیریا اوسیدونکی و او له لسیزو راهیسې په دې هیواد کې استوګن و، له سعودي څخه وایست.

ښاغلي الصائغ ته نږدې سرچینو ویلي چې نوموړي په خپلو ویناوو کې د مرسي پر خلاف د پوځي کودتا غندنه کوله او همدا یې له سعودي څخه د ایستل کیدو لامل وګرځید.

د سعودي عربستان په پټو او ښکاره زندانونو د علماوو شمیر زرګونو ته رسیږي، په دوی کې داسې علماء او داعیان هم شته چې له تیرو شلو کالو راهیسې پرته له کوم څرګند تور او یا محاکمې په زندان کې شپې سبا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx