افغانستان

بادغیس : ۱۸ کسه د دولت مخالفین ووژل شول

(soldiers_in_badghis_province نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۳۰) افغانستان: د بادغیس له ولایت څخه حکومتي چارواکو  خبرور کړی دي، وایی نن سهار وختي دبادغیس ولایت بالا مرغاب په ولسوالي کي د افغاني او خارجي قواوو په ګډو عملیاتو کي دیوه قومندان په شمول ۱۸ کسه مخالفین وژل شوی او څلور کسه نور ژوندي نیول شوی دي،
دبادغیس ولایت امنیه قومندان سمونوال محمد جبار نن سهار خبري رسنیو ته وویل دغه عملیا ت تیره شپه ناوخته ولسوالي ته څیرمه دچب چل او جوي ګنج په سیموکي رامنځ ته شوی دي، نوموړي زیاته کړه دترسره شویو عملیاتو په نتیجه کی په سیمه کي دمخالفینو دیوه قومندان ملاشاه ګل په شمول ۱۸ کسه مخالفین وژل شوی او ۴ کسه نور ژوندي نیول شوی دي.
له سیمي څخه یوه عیني شاهد توکل خان زیاته کړه، تیر ماښام د اوو بجو په شاوخواکي دبهرنیو ځواکونو هلیکوپتري منطقي ته راغلي دي او په شااوخوا لرو پرتو غرونو کي یی عسکر کښته کړی دی چی وروسته دنیمي شپی پروخت سختی ډزی پیل شوی او بهرني عسکرو دمخالیفینو پټ ځایونه تر برید لاندي راوستل.
خو به په سیمه کي ددولت له لوري دمخالیفینو وژل ازادو رسنیو ندی تاید کړی.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x