fbpx

ویراټ کولي د هندوستان لوبډلې لوبډل مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۷مه ۱۳۹۳ل): نن ویراټ کولي وویل چې نوموړی به د استرالیا خلاف لومړۍ ټېسټ لوبه کې به د هندوستان لوبډلې لوبډل مشر وي. نوموړی به د مهیندرا سنګ دوني تر رغیدو به د هندي لوبډلې لوبډل مشر پاتې شي.

د هندوستان لوبډل مشر او ویکټ ساتونکی مهیندرا سنګ دوني خپل ګوتې ټپ له امله نه شي کولی دغه سیالیو کې لوبه وکړي. له دې مخکې هندوستان لوبډلې هیله څرګنده کړې وه چې مهیندرا سنګ دوني دغه لوبه کې هم د لوبډلې لارښوونه په غاړه واخلي.

ډاکټرانو مهیندرا سنګ دوني ته یوه اونۍ د ارام کولو مشوره ورکړې. په لومړنیو لوبو کې به د نوموړي پر ځای وریدیمان ساها به د هندوستان لوبډلې لپاره ویکټ ساتنه وکړي.

ویراټ کولي منلې چې نوموړی به په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د هندوستان لوبډلې لوبډل مشر وي او نوموړی وویل:« مونږ مختلف پلانونه لرو او غواړو چې دغې پلانونو په حاصلولو بریالي شو. مونږ دلته د لوبو سیالۍ ګټلو ته راغلې یو.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د