خبرونهنړۍ

قرضاوي: د انټرپول پریکړه د خندا او تمسخر وړ ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د مسلمانو علماوو د نړیوال اتحاد مشر دکتور یوسف قرضاوي د انټرپول هغه پریکړه د خندا وړ بللې چې د قتل او ورانکاریو په تور یې د نوموړي د نیولو امر صادر کړی.

ښاغلي قرضاوي له «رابعه» تلویزوني چاینل سره په مرکه کې وویل:

«زه نه پوهیږم چې انټرپول کوم معیار لري او که نه، ایا انټرپول چې هر څه ووايي باور پرې وشي؟ دا څنګه امکان لري چې ما زندانونه مات کړي او بندیان ترې ایستلي وي حال دا چې زه په قطر کې اوسیږم او په قطري پاسپورټ تګ راتګ کوم، ایا زه مصر ته تللی یم او که وزرونه مې وکړل او په اسمان والوتم؟»

ښاغلی قرضاوي وايي: «زه هغه چا ته حیران یم چې په دې خبرو باور کوي».

نوموړی زیاتوي چې ده ته لا د هغه زندان موقعیت معلوم نه دی کوم چې انټرپول ترې د بندیانو ایستل په ده پورې تړي.

ښاغلي قرضاوي په خپله رسمي پاڼه هغه تورونه هم په کلکه رد کړي چې ګواکې نوموړی په قتلونو کې لاس لري.

نوموړی د مصر پوځي واکمن «عبدالفتاح سیسي» ته په اشارې وايي:

«نه مې څوک وژلي او نه مې څوک د چا وژلو ته هڅولي، خو هغه څوک چې په وروستیو پیښو کې يې په زرګونو کسان ووژل په لویدیځو هیوادو، روسیې او ملګرو ملتونو کې ورته د ولسمشر په توګه هرکلی ویل کیږي».

دکتور قرضاوي وايي چې «د عدالت او قانون دې خدای مل شي».

له بلې خوا د مسلمانو علماوو د نړیوال اتحاد عمومي منشي «دکتور علي قره داغي» ویلي چې پر قرضاوي د تورونو تر شا هغه قاتلین ولاړ دي چې په مصر کې یې د مرسي پر خلاف کودتا وکړه او مشروع نظام یې راوپرځاوه.

ښاغلی قره داغي د خپل ټویټر پر پاڼه لیکي:
«د تعجب خبره ده چې پر قرضاوي هغه څوک تور پورې کوي چې ولس یې وواژه، ښځې يې بې پته کړې او د مشروع نظام په مقابل کې راپورته شول».

نوموړی وايي چې څوک د ښاغلي قرضاوي په څیر منځلاری عالم ترهګر بولي، پخپله ترهګر او د ترهګرۍ پر لار روان دی.

روانه اونۍ نړیوالو پولیسو «انټرپول» د مصر د واکمن نظام په غوښتنه پر دکتور یوسف قرضاوي د وژنو، ورانکاریو او غلا تورونه پورې کړل او د نوموړي د نیولو امر یې صادر کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x