افغانستان

کندهار: دجامعه عمر دجوړیدو کار یوځل بیا پیل شو

umer_mosque_in_kandahar (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۳۰) کندهار: دجامعه عمر کار چي دڅه تخنیکي ستونځو له کبله درول شوی وو تیره ورځ یو ځل بیا رسما پیل شو، دجامعه عمر دجوړيدو کار چي ۱۲ کاله مخکي دطالبانو داسلامي  امارت په دوران کي یی بنسټ ښودل شوی وو، تریو ځایه پوری یی کار مخته ته هم بول شوی وو، خو وروسته داسلامي امارت له نړیدو وروسته دجامعه  عمردجوړیدو کار دریدلای وو

،
تیرکال هم ددغي جامعه کار یو ځل پیل شوی وو خو دځیني تخنیکي ستونځو له کبله کارله څه مودي څخه وروسته بیرته درول شوی وو.
دکلیو دپراختیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر سلطان حصاري په داسي وخت کي ددریم ځل لپاره دجامعه عمر دجوړول کار پیل کوي چی دکار د افتتاح په مراسمه کي دکندهار له والي سره سره دولایتي شورای غړي هم حاضر وو.
ډاکټر سلطان حصاري دکار دپیل دمراسمو په جریان کي رسنیو ته وویل دغه جامعه چی دری جریبه ځمکه به برکي نیسي دری پوړه جوړيږي، ټول مصرف یی ۱۱ میلیونه امریکایی ډلره اټکل شوی دي دکندهار ولایت دښاروالي ترڅارني لاندي به په مخ بول کیږي،
جامعه عمر دري برخي لری، یوه برخه یی مسجد، بله یی د درالعلوم او زدکونکو داوسیدو لپاره خو دریمه برخه یی بیا پردکانونو او مارکیټ باندی مشتمله ده.
ډاکټر حسین وویل د جامعه عمر مسجد به پر دوو برخو ویشل کیږی، یوه دنارینه وو اوبله برخه یی دښځینه لمونځ کونکو لپاره په نښه شوی ده او په یوه وخت ۴۰۰۰ لمونځ کونکي کولي شي په مسجد کي لمونځ اداکړي.
نوموړي زیاته جامعه به ۱۵۰ بابه په عصري توګه جوړ شوی تشنابونه ولری، څلور به لویی مناري ولري چي هره مناره به یی  دلفټ سیسټم په سیسټم باندي سمباله وي.

بخت الرحمن بخت ……………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x