
یمن ته په لاره ۷۰ غیر قانوني مهاجر ډوب شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د یمن چارواکي وايي چې تیره ورځ د یمن سمندري ساحل ته نیژدې هغه بیړۍ غرقه شول، په کومه کې چې نیژدې ۷۰ کسان ناست وه، او غوښتل یې یمن ته په غیر قانوني توګه ځان ورسوي.
د یمن د کورنیو چارو وزارت رسمي سرچینو ویلي چې دغه بیړۍ د تیز باد او د سمندر د تیزو څپو له کبله غرقه شوې.
د مړو په اړه ویل کیږي چې اکثریت یې د اتیوبیا هیواد دي چې غوښتل یې د یمن له لاري د خلیج هیوادونو ته ځان ورسوي.