افغانستان

د هرات شینډنډ ولسوالۍ د پوهنې مدیر ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د هرات ولایت چارواکي وايي چې د شینډنډ ولسوالۍ د پوهنې عمومي مدیر له دوه نورو کسانو سره د وسله والو لخوا ووژل شو.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي ویلي چې نن له غرمې وروسته شاوخوا ۰۱:۲۰ بجې د شینډنډ د پوهنې رییس خیرالله عبداللهی د خپل زوی او د همدې ولسوالۍ د یو معلم سره د هرات ولایت څخه شینډنډ ته تلل چې د وسله والو کمین کې پریوتل.

احمدي زیاته کړې چې پېښه د ښار څخه بهر د شینډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو ې رامنځته شوې او د همدې ولسوالۍ مدیر د خپل زوی او معلم سره په کې ووژل شول.

د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا د پېښه اړوند پولیسو څېړنې پیل کړي دي.

د شینډنډ ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي شفیق الله پژواک ته ویلي چې د شینډنډ ولسوالۍ د پوهنې ریاست عمومي مدیر خیرالله عبداللهی نوم درلود.

نوموړي زیاته کړې چې دغو کسانو د شینډنډ ولسوالۍ د معلمانو معاشونو له ولایته ولسوالۍ ته انتقالول چې په لاره کې د وسله والو کسانو لخوا ووژل شول او ورسره پیسې یې ولوټلې.

د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شینډنډ د پوهنې مدیر وژنه په کلکو ټکو غندلې ده او له امنیتي چارواکو یې غوښتي چې عاملین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

تر دې مهاله د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x