افغانستان

په هرات کي اته تنه جنايي بندان د توقیف خاني څخه تښتیدلي

Herat_province_detail_mapنن ټکی آسیا: تیره شپه ناوخته د هرات ولایت د یوې توقیف خاني څخه ۸ تنه جنايي بندیاني په تیښته بریالي شول.

یو امنتي مقام د هرات څخه ویلي چي تیر ماسختن د کهسان د ولسوالۍ په توقیف خانه کي هغه مهال بندیان په تيښته بریالي شوله، کله چي موظف ساتونکو بندیاتو ته د خوراک لپاره ډویډی ور وړه، چي بیدیانو بیا په هغو برید وکړ، او په دې وتوانیدل چي وتښتیږي.

دغه مقام ویلي چي دوه کسه یی د تښتيدلو اتو تنه څخه بیرته نیولي دي، او نورو د نیولو هڅي رواني دي.

د یادوني وړ ده چي د رواني میلادي میاشتي په ۲۴ مه نیټه طالبان توانیدلي وه، چي د کندهار د لوی محبس څخه خپل تر ۵۰۰ زیات ملګري د یو تونل په کیندلو سره خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x