شاهد افریدي یو ځل بیا د پاکستان عزت وژغوره

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان او نیوزیلینډ تر منځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو لومړنۍ لوبه د پاکستان په بریا پای ته ورسید.

دغې لوبې پچه پاکستان لوبډل مشر وګټله او توپ اچونې پریکړه يي وکړه. د نیوزیلینډ توپ وهونکي ډیر ژر وسوځیدل خو د ټېلر ۱۰۵ منډو په مرسته يي د ۲۴۶ منډو هدف په ټاکلو بریالي شول.

دغه لوبه کې ټیلر ۱۰۵ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

پاکستاني لوبډلې لپاره د محمد عرفان ۳ او وهاب ریاض ۲ ویکټې د یادولو وړ دي.

نیوزیلینډي توپ اچونکو په پیل کې د پاکستان لوبډله له خنډ سره مخ کړ او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي يي په ۸۰ منډو له مخې لرې کړی و خو وروسته بیا د شاهد افریدی او حارث سهیل غوره توپ وهنه دغه لوبه د پاکستان په ګټه پای ته ورسوله.

پاکستاني لوبډله ټاکل شوی هدف ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په اخري اوور کې پوره او نیوزیلینډ لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.

پاکستان لپاره شاهد افریدي ۶۱ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبه کې حارث سهیل ۸۵ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

نیوزیلینډ لوبډلې لپاره وېټوري او نیشم دوه دوه ویکټې واخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د