نړۍ

اردوګان د قرضاوي د نيولو په اړه د انټرپول پرېکړه په سختو ټکو وغندله

نن ټکی اسیا(سه شنبه، لیندۍ ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د نړيوالو پوليسو «انټرپول» هغه پرېکړه وغندله، چې د مسلمانانو د علماوو د اتحاد مشر دکتور يوسف القرضاوي د نيولو په اړه يې کړې ده.

اردوګان زياته کړه، چې د حيرانتيا ځای دا دی، چې د زرګونو انسانانو قاتل، چې د کودتا پر مټ واک ته رسيدلی، انټر پول ته د اسلامي نړۍ د ستر داعي دکتور يوسف القرضاوي د نيولو امر کوي.

اردوګان انقره کې د ترکيې علماوو ته په خپله وينا کې وويل«د نړۍ له وروستيو بدلونونو او حالاتو ښکاري، چې نړۍ د خير پر لور نه ده روانه، بلکې هر څه سرچپه دي او نړۍ د شر پر لور په ډېره چټکتيا رووانه ده.»

د اسلامي نړۍ د علماوو مشر دکتور يوسف القرضاوي هم د انټرپول پرېکړه د خندا وړ بللې او زياته کړې يې ده، چې دی خو په قطر کې ژوند کوي او دومره عمر مصر ته تللی هم نه دی او ټول سفرونه يې په قطري پاسپورټ کړي دي.

ښاغلي قرضاوي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې دی د انټرپول پرېکړې ته حيران دی، چې د کومو اصولو له مخې يې دا هيښوونکې پرېکړه کړې ده.

دکتور قرضاوي زياتوي، چې مصري ديکتاتور سيسي انټرپول ته ويلي، چې قرضاوي د مصر له زندانه بنديان خوشې کړي او زندانونه يې مات کړي او دی حيران پر دې خبره دی، چې انټرپول د سيسي دا غوښتنه څنګه منلې ده او دی د انټرپول دا پرېکړه هيښوونکې او د خندا وړ بولي.

د مسلمانانو علماوو د اتحاد مشر وايي«نه مې څوک وژلي او نه مې څوک د چا وژلو ته هڅولي، خو هغه څوک چې په وروستیو پیښو کې يې په زرګونو کسان ووژل په لویدیځو هیوادو، روسیې او ملګرو ملتونو کې ورته د ولسمشر په توګه هرکلی ویل کیږي او د حق او د عدالت دې الله تعالی مل شي.»

دکتور يوسف القرضاوي د مصر دی، خو د قطر تابيعيت لري. د اسلامي وتلې علمي، فکري او فرهنګي څېره ده. په سلګونو علمي، فکري او دعوتي کتابونه يې ليکلي، چې د اسلامي نړۍ په ګڼو پوهنتونو او مدرسو کې تدريسيږي.

دکتور قرضاوي د فيلډمارشال عبدالفتاح السيسي له خوا پر ټاکل شوي ولسمشر دکتور مرسي د پوځي کودتا پر ضد ويناوې کړي او دغه کودتا يې تل په سختو ټکو غندلې او له همدې امله مصري چارواکي ورته د دښمنۍ په سترګه ګوري او د تېر نومبر مياشت په وروستيو کې مصري ولسمشر عبدالفتاح السيسي له انټرپول څخه وغوښتل، چې نوموړي اسلامي داعي او سپين ږيری عالم دکتور يوسف القرضاوي ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x