نادري ناولده

تلویزیوني خپرونې لپاره يي ځان په مار وخوړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۷مه ۱۳۹۳ل): یو امریکايي طبیعت پرسته ژورنالیست د امازون په ځنګلونو کې د خلکو توجه حاصلوونکی تصویر اخیستلو لپاره د ځای او زاويي په لټه و چې دغه پیښه رامنځ ته شوه.

دغه ژورنالیست د یوې خاصې صحنې په ثبتولو مصروف و چې د اناکونډا نومې مار پرې برابر شو او نوموړی يي ژوندی تیر کړ.

اناکونډا د نړۍ تر ټولو ستر ماران دي چې خپل ښکار له تیرولو مخکې يي خپه کوي. دغه اناکونډا مار رسولي نومې دغه ژورنالیست هم خپه او تیر کړ.

رسولي بیا هم له دغې پیښې ژوندی ووت او اوس د نړۍ خلک کولی شي د مار خیټې ته ننوتلو وحشتناکه ویډیو وګوري چې دغه ویډیو د دوشنبې په شپه د امریکا ډیسکوري چينل خپره کړه.

له دې پیښې څخه وروسته نوموړی وویل:« ګڼ ځنګلونه مخ په له منځه تلو دي. ډیر خلک په دې پوهیږي چې دغه ځنګلونه سومره مهم دي خو بیا هم د دغې ځنګلونو ساتلو لپاره هیڅ توجه نه کوي. زه په دې ویاړم چې د دې ځنګلونو د ساتنې په موخه دغه ځنګلونو ته ولاړم که څه هم له ډیرې سختې تجربې سره مخ شوم.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x