افغانستان

ننګرهار پوهنتون محصلینو په تذکره کې د هویت نه شتون پر ضد لاریون پیل کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلینو د تابعیت په تذکرو (پېژندپاڼو) کې د افغان او اسلام تورو د نه لیکلو له امله لاریون پیل کړې.

مظاهره د ننګرهار پوهنتون د محصلینو او استادانو له لوري رابلل شوې او ګواښ کوي، چې نه یوازې دغه ډول تذ کرې به وانه خلي، بلکې د تذکرو دفترونه به وتړي.

محصلین وايي چې له تذکرو نه د افغان او د اسلام د کلمو ویستونکي غداران دي او باید محاکمه شي.tazkira

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې په نویو تذکرو کې د اسلام توری ورزیات شوې خو افغان توری چې په افغانستان کې د اوسیدونکو خلکو هویت دی، ترې ویستل شوې.

ددغه پوهنتون سلګونو محصلینو د کابل- جلال اباد لویه لاره د خلکو پر مخ تړلې او د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.

د سیمې څخه د نن ټکی اسیا خبریال وايي چې لاریون کوونکي له حکومته غواړي چې په تذکرو کې ملت او دین زیات کړي که نه دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

نوموړی زیاتوي چې «لاریون کوونکي د ولسمشر اشرف غني پر ضد شعارونه ورکوي او امریکا مرده باد نارې وهي».

ټاکل شوې چې نوې الیکترونیکي تذکرې چې اسلام او ملت په کې نه دی ځای پر ځای شوي د روان کال د جدي پر لومړۍ نېټه وویشل شي.

د نفوسو د احوال ثبت قانون تېر کال ولسي جرګې او مشرانو جرګې تصویب کړ او څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني توشیح کړ.

په ټولنیزو رسنیو کې او عام افغانان په تذکرو کې د افغان او اسلام تورو نه شتون پارولي دي او ګواښ کوي چې هغه تذکرې به وانخلي چې افغان په کې نه وي لیکل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x