نظــر

نیم رئیس جمهور او د یو امپراتور خوبونه!

استاد محمد زمان مزمل

پرون یو تلویزون د ارګ په روایت وویل چې داکتر اشرف غني ویلي دي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې افغانان پخپلو کې بې اتفاقه کړي.

د ډاکتر د دې خبرې نه معلومیږی چې د کابل مشران د پخوا په شان ډېر ناوخته له خوبه راپاڅېږي او بیا چې راپاڅي هغه یې له خولې اوځي چې په خوب کې یې لیدلي وي.

ډاکتر صاحب لکه چې پرون بیده وه چې د جان کیري فرمان ته یې د یوه دوه سري حکومت په منلو د یوه داسې بدرنګې ادارې او بې اتفاقه مسیر اجازه ورکړه چې نه پکې دی د دې هېواد له مشرۍ نه خوند واخلي او نه به پکې ملت له زړه پر هغه باندې د یوه ریښتینې مشر مینه ماته کړي.

ډاکتر صاحب په همدې کانفرانس کې د پروني کرزي په نیمه هم ځای نلري او دې خپله تر هر چا ښه پوهیږي چې امریکا د ده حکومت پورې داسې چچ وتاړه چې د یوه عادي قوماندان بدلول هم په کابل کې خلک د خپل کمیدي حکومت په کردار تکرار خندوي.

په داسې لویو قضایاو کې هېڅوک او بیا هغه څوک چې د امریکا د ملاتړ او حضور پرته پخپله خاوره کې وزن نلري د دې حق نلري چې ووايي چا ته به اجازه ورنکړي چې افغانان پخپلو کې بې اتفاقه کړي.

د اجازې کلیمه د ۱۸پيړۍ د مړو امپراتورانو سره د خاورو لاندې شوه د دې خبرې ویل او عملي کول اوس ګران دي.

داکتر صاحب په هاغه اوله ورځ کې په افغانستان کې د بې اتفاقۍ هغه ازغي وکرل چې دی به پخپله پکې یو کال وروسته د تلو توان ونلري.

په دویم قدم کې داکتر اشرف غني هغه ورځ چې د امریکا سره یې د امنیتي تړون په ۲۴ساعته کې امضا کاوه په دې نه پوهیده چې دا پکې د بې اتفاقۍ هغه کمزوری کار و چې کرزي پکې د خپلې ټولې کمزورۍ باوجود ځان په تېرو ۱۴کلونو کې وساته.

د شوروی سره د تېرو نظامي تیروتنو سوابقو ته یو لنډ نظر ښيي چې په ملتونو باندې تپل شوي نظامونه همیشه د همدغسې تړونونو په سلسله کې خپله واکمني په ملتونو تپلي دي ولې ملتونه د دغسې نظامونو او د دغسې تړونونو نه په مناسبه فرصت کې دغسې ځان ژغوري لکه افغانانو چې د دغو تړونونو نه ملت وژغوره.

دلته په افغانستان کې د یوه واحد ملت د جوړولو او یا ساتلو قضیه څومره د حکمرانانو صحیح فهم ته ضرورت لري هغه د دغو حکمرانانو د اجازې او یا نه اجازې پورې تړلې نه ده.

که څه هم د امیر امان الله خان په تګ په افغانستان کې ارګ ته مناسب حکمرانان نه دي ننوتلي ولې بیا هم نادر خان او سردار محمد داود خان پکې دا تهذیب خپل کړی و چې کم له کمه د یو محب الوطن حکمران په حد کې د ارګ له تنهاکوونکي جاذبې نه بهر له خپل ولس سره پيوند ولری.

ولې وروستي حکمرانان پکې ټول همدا یو عیب لري چې د خلکو کور ته په داسې طریقو ننوتل چې د ارګ تنهاکوونکې جاذبې هغوی له خپل ملت نه شکیدلي وساتل.

سردار محمد داود پکې هغه وروستی حکمران و چې هره پنجشنبه پکې کله پغمان او کله د پل چرخي په سړک د خپلې لور په دریوري او د یوه قومندان په شوشه له ارګه ووت او بېرته ارګ ته ستنیده.

د سردار په مرګ بیا په افغانستان کې چا داسې حکمران ونه لید چې علی الاقل پخپل ولایت کې د عادي ژوند یوه نمونه وړاندې کړي.

دا هېواد او دا ملت داسې کسان نه شي متحد کولای چې هره ورځ د پردۍ پروسې په لړ کې خپل ملت تقسیموي او د نورو په حکم یې وژني.

یو حکومت چې په دوه برخو افغانستان تسلط نلري او یو حکومت چې د پردیو نظامي اډو پرته پخپل هېواد کې د ټيکې هېڅ نلري هغه په کوم منطق دا دعوه کولای شي چې چاته به اجازه ورنکړي چې افغانان بې اتفاقه کړي الا مګر مطلب يې دا دی چې هغوی د افغانانو نه مطلب ارګ ته ننوتي عملیې ته افغانان ووايي بیا نو صحیح ده چې پخپلو اشپزانو دې ډېر فکر کوي چې د امین ټوکه پرې تکرار نه شي. وروستی خبره پکې دا ده چې ایا دا د داکتر صاحب خپله خبره ده او که د ملي وحدت د مشرانو ګډه خبره ده؟

 

له ژمن وېبپاڼې نه په مننې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انصار

استاد ! ستاسی خو ما شا الله پوهیدی نو ولی خو په لوی لاس د ده ملاتړ وکړ په انتخاباتو که . خو اصلا ستاسو سیکولر نظریه نده پیژاندیی. مننه

حتيف

مزمل صيب دبرونه بوري داشرف غني لباره كمباين كاوه او خلك يي ورته دعوتول بدي تمه جي كومه بي عزته او دغلامي يوه وره جوكي ديته هم ورسيكي, نن جي بوه شو جي اشرف غني ورته دانسان به ستركه هم ونه كتل, اوس يي وربسي خوله وازه كره جي نيم جمهور رئيس او بوره جمهور رئيس….

احسان الله‎‏ صادق ‎

که نیم ریس جمهور پاتی شی نو شه به وی

ا بن شهيد ين

دا مزل ميل كلبدين خيلرباني او مسعود خيل خيل سياف خيل مجدديان كيلانيان حركتيان هزار كان او برته له خا لصه نو رخا لصيان . او بيا دا دي داوس نوي كرزي خيل او غني خيل. د امريكا يي احتلا ل لباره به دير اخلاص سره سم اخلاص وشود. خو ددوي دا ديره اوزده مباريزه اخر بدي تما مه شوه جي يو كفر ته جي هغه روسي احتلا ل وه كفر ويل او دبشاور او ايران به وطنو كي يي ديري لوي لوي فتواي كاني نشرات اخبارونه قسم ما قسم تنظيمونه هر نوعه فعاليتونه بدي كي را خلاصه كرل جي… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x