افغانستان

ایران افغان محصلینو ته هر کال پنځه سوه تحصیلي برسونه ورکوي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): ایران افغان محصلینو ته هر کال پنځه سوه تحصیلي برسونه ورکوي، دغه څرګندونې د ایران د څېړنیزو علومو وزیر محمد فرهادي د ګډ حکومت د اجرایوي ریاست له دویم مرستیال سره په لیدنه کې کړي.

محمد محقق لومړی لوړپوړی افغان چارواکی دی چې ایران ته سفر کوي، تر دې وړاندې د نوي حکومت کوم لوړپوړي چارواکي دې هېواد ته رسمي سفر نه دی کړی.
محمد محقق په ایران کې د دې هېواد د څېړنیزو علومو له وزیر سره ولیدل او غوښتنه يې ترې وکړه چې په دې هېواد کې د افغان محصلینو لپاره د زده کړې لا پراخه زمینه برابره کړي.

د محمد فرهادی په قول دوی به هر کال افغان محصلینو ته په بیلابېلو برخو کې پنځه سوه تحصیلي برسونه ورکړي.

محمد محقق د اجرایوي ریاست دویم مرستیال له ایراني چارواکو وغوښتل چې په نورو برخو سربېره دي د معدنو په برخه کې هم افغان محصلینو ته روزنه ورکړل شي.

محمد محقق په ایران کې د افغان مهاجرینو د لیدلو په موخه سفر کړی دی، ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پکې افغان مهاجرین او کارګر ډېر ځورول کېږي.

پر دې سربېره انګېرل کېږي، چې په ډېرو بهرنیو هېوادونو کې د زده کړو په موخه د افغان محصلینو مغز مینځل کېږي او د هېواد د ملي ګټو ضد روحیه ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

اخ خ خ ددی ایت الله ګانو او د اسراییلو مزدورانو څخه نور په تنګ شویو دلته دومره جاسوسان لری چی

خدای د ایران په بل مخ واړوی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x