نړۍ

۲۰۱۴ کال د ماشومانو لپاره تر ټولو ستونزمن کال و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسیف ویلي چې روان کال ۲۰۱۴ د ماشومانو لپاره تر ټولو ستونزمن کال و، چې له کبله یې په میلیونونو ماشومانو په ویره، ډار او مایوسۍ کې په داسي حالت کې وخت تیر کړ، چې چا ورته پام هم ونه کړ.

د یونیسف تنفیذي مدیر انتوني لیک ویلي چې «د ملیونونو ماشومانو لپاره سږنی کال یو ډیر تخریبونکی کال و، ماشومان په ښوونځیو کې د درس لوستلو په وخت کې ووژل شول، د خپلو کورنیو سره د خوب په وخت کې ووژل شول، یتیمان کړای شول، ترې تم شول، د تعذیب او زوروني سره مخ شول، د اغتصاب او د مریانو په څېر د خرڅلاو سره مخ شول، زموږ په نیږدې تاریخ کې داسې وخت نه دی تیر شوی چې په دومره لوړه کچه دي ماشومان د جګړو له کبله داسي زوریدلي وي.»

نوموړي وویل چې په منځني افریقا، عراق، جنوبي سوډان، فلسطین، سوریه، اوکراین او نورو سیمو کې د جګړو له کبله ډیری ماشومان هجرت کولو ته اړ شوي، او تر ۲۳۰ ملیونه ماشومانو پوري اوس هم په داسي سیمو کې ژوند تیروي چیرې چې جګړې شروع دي.

اریک وویل چې په سلګونو ماشومان په داسې وخت کې ترې تم شول چې هغوی د خپلو مکتبونو څخه کورونو ته په لاره وه، یا مکتبونو ته د درس لپاره روان وه، او په لسګونو زره نور یې په جګړو کې استخدام شول او په ورته وخت کې په مکاتبو او مدارسو باندي بریدونه د پخوا په پرتله زیات شوي.

– په منځني افریقا کې جګړو د ۲،۳ ملیونه ماشومانو ژوند باندې تاثیر کړی او د هغوی څخه سل زره د وسلوالو له خوا په جګړو کې استخدام شوي.

– فلسطین: په غزه کې د هغه وحشي بمبار او جګړې وروسته چې د اسراییلو له خوا تر سره شو، ۵۴ زره ماشومان بې کوره شول او پر هغه سربیره ۵۳۸ ماشومان مړه او ۳۳۷۰ نور ټپیان شوي.

– په سوریا کې د رواني شخړي له کبله تر اوسه ۷.۳ ملیونه ماشومان متاثره شوي، چې د هغو څخه ۱.۷ مهاجر شوي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۳۵ مکتبونه په نښه شول، چې له امله یې ۱۰۵ ماشومان مړه او ۳۰۰ نور ټپیان شول.

– په عراق کې ۲.۷ ماشومان د جګړو څخه متاثره شوي، چې د هغو څخه ۷۰۰ په اړه ګمان کیږي چې ټپیان او وژل شوي دي.

– د سوډان په جنوب کې هم ۲۳۵ زره ماشومان د غذايي کمښت سره مخ دي، او تر ۷۵۰ زره زیات د جګړو او شخړو له کبله خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي، او ۱۲ زره ماشومان په جګړو کې د وسلوالو ډلو له خوا استخدام شوي.

د یونیسیف د راپور پر اساس ویل شوي چې په کال ۲۰۱۴ د زیاتو جګړو او شخړو له کبله د ماشومانو ډیري ستونزي هیري کړل شوي دي، او ډیرو نورو ستونزو ته یې لږ پام شوی، په داسي حال کې چې په افغانستان، کونګو، نیجیریا، پاکستان، صومال، سوډان، یمن، او نورو سیمو کې هم د روانو شخړو له کبله د زیات شمېر ماشومانو راتلونکی روښانه نه ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x