ایساف: د افغانستان په جنوب کي دوه بهرني عسکر ووژل شوه
نن ټکی آسیا: په کابل کی د بهرني ځواکونو د مطبوعاتی دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي نن وویل شول، چي تیره ورځ د افغانستان په جنوب کي د یوچاودني له امله دوه بهرني سرتیري ووژل شوه.
که څه هم خبر پاڼي دا نه ده روښانه کړې چي وژل شوي عسکر د کوم هیواد دي، او پيښه په دقیقه چیری را منځته شوې ده،
خو د طالبانو ویاند خبر ورکړی چي پرون د کندهار ولایت د ژیړۍ په ولسوالي کي د نلغام او سنګار د سیمو تر منځ پر یوه لاره باندي د بهرنیانو پر یوه عراده موټر باندي موټر ماین وچاودید، چي له امله یي په موټر کي سپاره ټوله بهرني سرتیري ووژل شوه.
د یادوني وړ ده چي ددې عسکرو د وژل کیدو په اعلان سره په روانه میلادي میاشت کي د وژل شوو عسکرو شمېر ۵۰ تنو ته ورسید.