افغانستان

د سیستم د نشتوالي له امله هر کال اوه لس میلیارده افغانۍ شخصي جېبونو ته ځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۸، ۱۳۹۳ل): په هېواد کې د یو منظم سیستم د نشتوالي له امله په کال کې شاوخوا اوه لس میلیارده افغانۍ دولتي بودېجې ته د ورتګ پر ځای په شخصي جېبونو کې خوندي کېږي.

اقتصادي کارپوهان وايي چې د ټکټونو او پاڼو پر وسیله راټولې شوې پیسې، د دې پرځای چې دولتي خزانې ته وسپارل شي د اشخاصو جېبونوته ورځي، د دوی په نظر د یو روڼ مرکز د نشتوالي له امله دغه پیسې دولتي خزانې ته نه رسېږي.

سره له دې چې په تېرو دیارلسو کلونو کې هڅه وشوه چې د لاسته راوړو پیسو لپاره باید منظم دولتي سیستم جوړ شي، خو لا هم شاوخوا اوه څلوېښت دولتي بنسټونه غیر مالياتې پیسې او لاسته راوړنې د شپېته کال وړاندې طریقې له لارې اخلي.

له نږدې شپېته کاله راهیسې د دې پیسو د را ټولولو لپاره د پاڼو او ټکټونو په ورکړه بسنه کېږي، چې ډېر رسمي اعتبار نه لري او په دولتي خزاني کومه مثبته اغېزه نه کوي.

د ترانسپورت وزارت مسوولین هم مني چې که د دې کار لپاره دولتي منظم سیستم جوړ شي ګټه به يې ډېره وي. د کابل په ختيځه دروازه کې د ترانسپورت مسوول محمد یاسین وايي، چې که دا سیستم کمپیوټري شي، نو د ډېرو پیسو د ورکاوي مخه به ونیسي.

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې په داسې حال کې چې غیر مالياتي برخه ډېری د پاڼو او ټکټونو له لارې راټولېږي، شاوخوا شل میلیارده افغانۍ کلنۍ پیسې کېږي، د دوی په خبره که چېرته په دې برخه کې اصلاحات پلي شي، ښايي د پیسو دغه اندازه تر څلوردېش میلیارده هم واوړي.

د موټر چلوونکو او ترافیکو تر منځ د پیسو تبادله له همدې غیر منظم نا شفاف ډول څخه عبارت دی، ډېری موټر چلوونکي شکایت کوي چې له دوی نه د کومې پارچې په بدل کې پیسې اخيستل کېږي ډېر وخت هغه پارچه جعلي وي، چې له دوی اخیستل شوې پیسې هماغه اخیستونکي په خپل جېب کې اچوي.

د ماليې وزارت د غیر مالیاتي عوایدو ریاست وايي چې دوی په هر کال کې په اټکلي ډول اوه لس میلیارده افغانۍ له دولتي خزانې څخه له لاسه ورکړې دي او د افرادو جېبونو ته تللې دي، چې په اټکلي ډول په تېرو دیارلسو کلونو کې شاوخوا ۲۲۰ میلیارده افغانۍ د دولتي خزانې پر ځای یواځې شخصي جېبونو ته تللې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x