افغانستان

دملي امنیت په زندانونوکې زندانیان شکنجه کېږي

kandahar_jail_insideدافغانستان دبشري حقوقوټولنه وایې چې ډیری شواهد په لاس کې لري چې دملي امنیت په زندانونه کې بندیان سخت شکنجه کېږي .

دټولني رئیس لعل ګل لعل وايې چې له ده سره ګڼ شمیر اسناد اوشواهدوجودلري چې له مخي یې دملي امنیت په زندانونوکې دبندیانودشکنجواوتعذیب  په لورله ورایه اشاره جوتېږي .

لعل ګل لعل وایې چې داساسي قانون له مخي هره تورن کس دپلټني   اودهغه ددوسې ترجوړیدو پوري  بایدتر۷۲ ساعتونو پوري په نظارت  کې وساتل شي ، خوزمونږ  تورن کسان په میاشتومیاشتوبلکې په ډیروځایونوکې په کلونوبې له کومه سرنوشته په نظارت ځایونوکې وخت تېروي ،

لعل ګل لعل په دې مورد کې دافغانستان له حکومت نه دجدي پاملرنې غوښتنه کړي ده . لعل ګل لعل په دې باوردي چې دهمدارنګه ظالمانه کړنواوغیرانساني شکنجوله امله ډیری له زندانیانوڅخه له خوشي کیدونه وروسته دمخالفينوپه لیکو کې دریږي او ددولت پر ضدسلا غاړې ته اچوي . دیادونه وړ ده چې ډیرځله دملي امنیت په زندانونوکې دزندانیانانودشکنجواوله هغوي سره دغیرانساني سلوک راپورونه ورکړل شوي دي .    ندیم (توخي )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x