ټولنیزه برخه

فقر

لیکوال: انجنیرمحمدافضل ذاکر

فقر یوازې لوږه نه ده.

څوک چې پر پېچومو له ختو وېریږي، هغوی د رښتيني فقر ژورو ته لوېږي.

نه يې څوک د لرې کولو او نه يې هم څوک د لوستلو څخه ګټه اخیستلای شي، موږ خپلو ناوړو عادتونو مخ پر ځوړ کړي يوو، ژوندي تر خاورو لاندې يوو، ناست تر زنې پيتاوي ته ناست يوو، هو دا مو

يقين دی چې څه کېږي د الله جل جلاله له لورې دي.

څه وکړو، الله جل جلاله به همداسې پيداکړی يوو.

دا مو عادت ګرځېدلی دی، په ما یې څه !!

موږ خو د پلانکيو غوندي نشو کېدلای.

د نورو دا هر څه راته ناشوني ښکاري.

هو که موږ اوس هم فقر پیسې، جامې، کور او موټر نه لرلو ته وايو؛ نو دا شته فرصتونه به له لاسه ورکړو، بيا به ارمان کوو، غربت ځپلي، خالي ذهنه او بې فکره کالبوتونه به پاتې يوو.

رښتينی فقر د جامو، ښه خواړو، زرو نه درلودل نه دي.

رښتينی فقر ژوند بې فکره تېرول دي.

بې فکره ژوند!

هو که غواړو رښتيا له دې فقره ځانونه ژغورو؛ نو راځئ چې کتاب راواخلو، د کتاب له مخه دوړې او خاورې ليرې کړو، وې لولو…

ژوند مو روښانه کوي، له غربته مو ژغوري…

هو د ژوند کتیبه به مو په زرينو کرښو هم وليکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x