افغانستان

د حاجيګک معدن داوطلبي شفافه نه وه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د معدنونو د وزارت کارمندان او کارپوهان وايي چې د حاجی‌ګک معدن د داوطلبۍ بهیر شفاف نه و او هندي او کانډايي کمپنۍ د سیاسي مداخلو له امله په دغه بهیر کې بریالي اعلان شول.

دوی وايي چې دغه کمپنۍ د معدنونو د استخراج لپاره مالي وړتیا نه لري.

د پژواک د راپور پر اساس جاجی‌ګک د دوو میلیارده ټنو وسپنې په درلودلو سره د نړۍ له سترو معدنونو څخه شمېرل کیږي، چې د ۱۳۸۹ کال د تلې په میاشت کې داوطلبۍ ته وړاندې شو چې د معدنونو او پترولیم وزارت لخوا په ۱۳۹۰ل کال کې SAIL هندي کمپنۍ او KILO کانډايي کمپنۍ بریالۍ اعلان شوې او معدن دوی ته ورکړل شو.

د افغانستان د معدنونو د قانون پر اساس بریالی شرکت د داوطلبۍ د بهیر د پوره کیدو وروسته باید د دوو میاشتو دننه د معدنونو د وزارت سره ترتیب او بیا امضا کړي خو د درې کلونو په تېریدلو سره لا هم دغه کار نه دی ترسره شوی.

افغان کارپوهان وايي چې د قرارداد د نه لاسلیکولو کې تاخیر ناسم تصمیم او د حکومتي چارواکو نه شفافیت دی. دوی وايي چې دغه کمپنیو د سیاسي مداخلو له لارې بریالي اعلان شول چې نه خپلو ژمنو ته پابند نه دي او نه هم د معدنونو د استخراج لپاره مالي وړتیا لري.

افغان کارپوهان زیاتوي چې دغو دوه کمپنیو د نورو کمپنیو په نسبت چې په داوطلبۍ کې يې ګډون کړی و تر ټولو لږې پیسې د معدنونو د استخراج له پلوه د افغانستان د دولت سره ژمنه کړې وه خو دا چې تېر حکومت د هغوی سره ښه رابطه درلوده له ټيټ پوړو چارواکو یې وغوښتل چې قرارداد دې کمپنیو ته ورکړي.

دغه کارپوهان وايي چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ګډ حکومت باید له سره د حاجی‌ګک معدن داوطلبۍ ته وړاندې کړي چې په شفافه توګه دغه بهیر مخ پر وړاندې ولاړ شي او قرارداد هم مناسبو کمپنیو ته ورکړل شي.

د حاجی‌ګک معدن په بامیانو کې پروت دی چې ۱۶ کیلومتره اوږدوالی او ۵۵۰ متره ژوروالی لري او د نړیوالې سروی په اساس یو میلیاره ټنه اوسپنه لري.

د دغې معدن څخه افغانستان هرکال ۳۰۰ میلیونه ډالر عاید لاسته راوړلی شي او هم زرګونو کسانو د کار زمينه برابرولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x