افغانستان

د ناټو مشر جنرال: 2014م کال په افغانستان کې دوزخ و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۳): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال انډرسون ویلي چې روان کال ۲۰۱۴ د افغانستان لپاره یو دوزخ و او په دغه کال کې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته بې ساري تلفات واوښتل.
نوموړي چې دغه خبري د نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته کړې زیاته کړې چې له یوې خوا که د امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې بې ساري ډېرښت راغلی، خو له بلي خوا د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د تیښتي بهیر هم لا په خپل حال پاته دی، او د بهرني ځواکونو او نړیوالي ټولني له ټولو هڅو سره سره دغه بهیر نه دی ټکنی شوی.

نوموړي د ملي اردو او ملي پولیسو تر منځ موجود واټن ته په اشاره سره وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو یو بل لوی مشکل دادی چې پولیس او ملي اردو په ګډه کار نه کوي او زیاته یې کړه چې پوځي ماموریتونه په افغانستان کې د سیاسي مداخلتونو ښکار دي.

باید وویل شي چې روان کال د افغاني پولیسو او عسکرو مرګ ژوبله د تیرو ۱۳ کلونو ټول ریکارډ مات کړی، او ویل کیږي چې د وژل شویو عسکرو شمېر تر پنځه زره اوښتی، چې د نیویارک ټایمز په وینا سږنی کال د دولتي عسکرو لپاره تر ټولو خونړی کال و.
جنرال انډرسون ضمنا د اوسني دفاع وزیر او د کورنیو چارو وزیر د کارونو څخه ناخوښي څرګنده کړه، او ويې ویل چې اوسنی وضعیت څخه داسي ښکاري چې د دواړو ارګانونو تر منځ ډېري ستونزي شته چې کیدای شي نوي ټاکل شوي وزیران یې ستونزي حل کړي.
جنرال انډرسن دا خبري وروسته تر هغه کړي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو خپل محاربوي ماموریت ته تیره ورځ رسما د پای ټکی کېښود.
نوموړي چې د محاربوي ماموریت د پای ته رسیدو په مناسبت په جوړه شوي تشریفاتي غونډه کې وویل چې دی نه پوهیږي، چې اوس د افغانستان حالت ته خوشبین واوسي او که بد بین؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x