افغانستان

امنیتي پوستې له باري اوسورلي موترونه پیسي اخلي

plice_talking_to_text_driverدباروړنکواوسورلي وړونکو موټرانوچلونکي شکایت کوي چې د  کابل   کندهار اکندهارهرات  پرلویه لاره پرتې امنیتي پوستي له دوي ځخه  هره ورځ زیاتې پیسي اخلی  .ددوي په ویناچې همدغه موظفین له غلواولاره نیونکوسره هم پراخې اړیکې لري ، اودناقونه پیسواخستل خواوس بیخي یومعمولي عادت ګرزیدلې دي .

یوتن چلونکی وايې چې له کابله ترکندهاره بیاله کندهار ترهراته پرلویه لار پرتې پوستي نږدي ټولې له دوي ځخه پیسي اخلي اوهم په موتروکې سپاره سورلي په یوه اوبله بهانه تنګوي ترڅوله هغوي ځخه هم څه ترلاسه کړي ، دنصرالدین په نوم یوه تن چلونکی وایې چې هرکله  چې دوي دپیسوله ورکړي نه ډډه وکړي نوپولس يې سمدستي دموټرونو شيشي ماتوي .

فقیراحمدچې د۳۰۳ بس مالک دي وایې چې دکندهارهرات پرلويه لاره امنیتي موظفین ددوي چلونکي تښتوي ترڅویې دخوشي کیدو په بدل کې دموټر له مالک نه زیاتې پیسي ترلاسه کړي . دقیصارد۶۰۶ زون   امنیتي مسئول  عبدالروف احمدی وایي چې رښتیاهم همدغه ستونزه وجود لري چې دوي یې دمخنیوي په اړه بیلابېل تدابیر په کاراچولي دي . نوموړي وايې چې مونږتراوسه یوازې د دلارام هرات پرلویه لاره له سلو نه زیات سل  امنیتي ساتونکي په همدغه تورله پلټنووروسته له خپلې دندې ګوښه کړي دي .

ندیم (توخي )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x