هرات: سلګونو عسکرو د معاشونو لپاره لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): په هرات ولایت کې  سلګونو پولیسو د هغوی د معاش د نه ورکړې له امله لاریون کړی دی.

د غه پولیس چې شمېر يې تر دریو سوو اوښت د اعتراض په ډول د خپل کنډک په دروازه کې راټول شوي وو او له دولته يې غوښتل چې د دوی د معاش غم دې وخوري.

د هرات ولایت د ګذره ولسوالي د عامه نظم د پنځم کنډک اړوند دې پولیسو ویلي چې څو میاشتې يې بې معاشه دنده ترسره کړې ده.

د لاریون کوونکو په قول دوی ته له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او خپل مشران يې په یوه بله پلمه غولوي.

د دوی په خبره د سږ کال له پیله يې معاش نه دی اخیستی او په خبره يې مشران يې د ټاکنیزې ناندرۍ، بیا اوسنی سیاسي کړکیچ ورته پلمه کوي.

په یاده سیمه کې د نقلیه وسایطو د کنډک مشر شاه میرزا وايي چې د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې دوی به دې مسئلې ته د حل لاره پید ا کړي.

د شاه میرزا په قول د کورنیو چارو وزارت مسوولینو دوی ته ویلي دي چې د يوې اوونۍ په اوږدو کې به د دې کنډک د عسکرو د معاشونو حال ورکړي.

تر دې وړاندې د نظم عامه ځینو افسرانو په پلازمېنه کابل کې هم د معاش د نه ورکړي له امله د پارلمان مخکې لاریون کړی و، چې د ځينو په قول لا يې هم غږ نه دی اورېدل شوی.

د عسکرو د معاش د ځنډ په خاطر د هغو د اعتراضیه غږ په داسې حال کې پورته کېږي، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو جنګي مشر جنرال انډرسن سږنی کال د افغان ځواکونو لپاره دوزخ بللی دی.

د نوموړي په قول د افغان عسکرو له لیکو د تېښتې په پروسه کې هم کوم سستوالی نه دی راغلی. چې ښايي د تېښتې پر نورو علتونو سربېره به د نیم کال بې معاشه دندې علت هم وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د