ټکنالوژي

ټوشیبا (Toshiba) د نړۍ تر ټولو ستر ټیبلېټ بازار ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۷مه ۱۳۹۳ل): ټوشیبا کمپنۍ خپل نوی ټیبلېټ چې ۲۴ انچه ډیسپلې او ۴ کیلو ګرامه وزن لري بازار ته وړاندې کوي دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه تر ټولو ستر ټیبلېټ یوازې ۱۳ انچه ډسپلې لري.

ټوشیبا کمپنۍ په وینا له دغې ټیبلېټ څخه د کوچنۍ تلویزیون استفاده هم کیدی شي.

دغه ټیبلېټ مکمل ایچ ډي ریزولوشن لرلو سربیره ۱ ګیګا هرتز (GHz) پروسیسر او ۱.۵ ګیګابایټ (GB) رېم (RAM) هم لري. د دغې ټیبلېټ وزن نظر کې نیولو سره به یوازې د کوچنۍ تلویزیون استفاده ترې کیدی شي.

دغه ټیبلېټ ۱۶ ګیګابیايټ (GB) حافظه، بلوتوت، وای فای اسانتیا لري چې د انډرایډ اپریټنګ سیسټم ۴.۲.۱ په وسیله کارول کیږي.

دغه ټیبلېټ یو ځانګړی کنترولونکی یا ریموټ هم لري چې کاروونکي کولی شي له لرې څخه خپل کار پر مخ بوزې په همدې اساس به دغه ټیبلېټ په ښوونځي او پوهنتونونو کې ډیر کارول کیږي.

دغه ټبلیټ چې ماډل يي (TT 301) دی لومړۍ به په جاپان کې د خرڅ لپاره وړاندې کیږي. ټوشیبا کمپنۍ د دې ټیبلېټ بیه او بازار ته وړاندې کولو نیټې په اړه معلومات نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x