افغانستان

دادرس: د لطیف الله محسود سپارنې، د بهرنیانو د توقیف خانو اندېښنه پیدا کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د زاندنیانو د دوسیو د څېړلو د کمېټې مشر عبدالشکور دادرس وايي چې د بهرنیانو له لوري پاکستان ته د لطیف الله محسود سپارنه د افغان دولت په ناخبري کې شوې ده.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له قانوني اړخه د ټولو بهرنیانو او داخلي زندانیانو د مسئلو اړوند صلاحیت له دوی سره دی او بهرنیان د هیڅ ډول مداخلې حق نه لري.
د دادرس په قول بهرنیانو د پخواني حکومت د ملي امنیت له شورا سره ژمنه کړې ده، چې دوی به په افغانستان کې د زندانونو په برخه کې هيڅ ډول مداخله نه کوي.

عبدالشکور دادرس وايي چې د بګرام د زندان له سپارلو وروسته بهرنیانو ژمنه وکړه چې نوره دا پروسه بشپړه افغاني ده او په خبره يې هغوی وویل چې دوی به نور نه څوک زنداني کوي، نه خوشي کوي او نه به په دې پروسه کې کار لري.

عبدالشکور دادرس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه زندانیان په بګرام کې و، که بهرنیانو نورې توقیف خانې لري؟ وویل چې د بګرام زندان نوموړي له نږدې لیدلی دی او لطیف الله محسود او د هغه ملګري يې پکې نه دي لیدلي.

نوموړي وویل چې که څه هم د زندانیانو د دوسیو د څارنې مشري د دوی په غاړه ده، خو لا تراوسه هم اندېښمن دی چې دا خلک چېرته ساتل کېدل.

دادرس وویل دی ګمان کوي چې بهرنیان لا هم په افغانستان کې خپلې توقیف خانې لري چې دوی ترې نه دي خبر.

تر دې وړاندې هم داسې ویل شوي و، چې بهرنیان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خپلې توقیف خانې لري، چې افغان دولت ترې نا خبره ده.

د امریکا په مشرۍ د ناټو د یرغل له پیله تر اوسه په افغانانو کې ډېری داسې کورنۍ شته چې د کورنۍ غړي يې په چاپو کې وړل شوي او په هيڅ زندان کې يې درک نه لګېږي.

لطیف الله محسود چې پخپل وخت کې له حیکم الله محسود وروسته د پاکستاني طالبانو مشر ګڼل کېده، تېر کال د عقرب په میاشت کې د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالي کې ونیول شو، چې څو ورځې وړاندې بهرنیانو له خپلو څو ملګرو سره پاکستان ته وسپاره.

د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم د بهرنیان له لوري دا ډول مداخله ناقونونه او د افغانستان د ملي حاکمیت ضد بللې ده، د نوموړي په قول دوی تېر کال هم د لطیف الله محسود په نیولو کلک غبرګون ښوودلی و او دا يې د بهرنیانو له خوا د ملي حاکمیت او خپلواکي ضد ګام بللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x