د تروايح لمانځه قضايي

دفتوا شمېره :[۳]

پوښتنه :دجامعه قاسميه محترم مفتي صاحب !

دلته موږ په دبۍ کې دتروايح کولې اودغرير په جومات کې له قاری صاحب څخه دپرون شپې تروايح په څه وجه فاسدې شوې وې اوقاري صاحب نن شپه د پرون شپې دتروايح لمانځه قضايي راوګرځوله اياداسهي کيږی اوکه يه ؟ هيله ده په دې اړه موږ ته معلومات راکړئ ؟
مستفتى: حاجي خان محمد نايف شرطه دبۍ
٢٣/۹/١٤٣۵هـ

ځواب :

اَلـجَوَابُ حَامِدَاً وَمُصلِيَاً
دتېرې ورځې دتروايح لمانځه قضايي نشته، که څه هم له يوه سړي اوياډيرو کسانوڅخه قضاء شوې اوياهم ترې فاسدې شوې وي ؛نوځکه يې راګرځول مکروه دي. تردې چې که له وترو وروسته هم ورته معلومه شوه چې يوه شفعه يې فاسده شوې وه ،بياهم غوره داده چې يواځې يې را وګرځوی اوپه جمعه دې نه راګرځوي.
وفی الخانیة علی هامش الهنديه : ۱/ ۲۳۶

إذَا فَاتَتْ التَّرَاوِيحُ لَا تُقْضَى بِجَمَاعَةٍ وَلَا بِغَيْرِهَا وَهُوَ الصَّحِيحُ.

وفی الهنديه : ۱/ ۱۱۷

وَإِذَا تَذَكَّرُوا أَنَّهُ فَسَدَ عَلَيْهِمْ شَفْعٌ مِنْ اللَّيْلَةِ الْمَاضِيَةِ فَأَرَادُوا الْقَضَاءَ بِنِيَّةِ التَّرَاوِيحِ يُكْرَهُ وَلَوْ
تَذَكَّرُوا تَسْلِيمَةً بَعْدَ أَنْ صَلَّوْا الْوِتْرَ قَالَ مُحَمَّدُ بْنُ الْفَضْلِ: لَا يُصَلُّونَهَا بِجَمَاعَةٍ وَقَالَ الصَّدْرُ الشَّهِيدُ يَجُوزُ أَنْ يُصَلُّوهَا بِجَمَاعَةٍ، كَذَا فِي السِّرَاجِ الْوَهَّاجِ.
وفی البحرالرايق : ۲/ ۱۱۹

وَإِذَا فَاتَتْ التَّرَاوِيحُ لَا تُقْضَى بِجَمَاعَةٍ وَالْأَصَحُّ أَنَّهَا لَا تُقْضَى أَصْلًا فَإِنْ قَضَاهَا وَحْدَهُ كَانَ نَفْلًا مُسْتَحَبًّا لَا تَرَاوِيحَ كَسُنَّةِ الْمَغْرِبِ وَالْعِشَاء
وفی الدرالمختار : ۲/ ۵۹۸:

(وَلَا تُقْضَى ـ التروايح ـ إذَا فَاتَتْ أَصْلًا )

وَلَا وَحْدَهُ فِي الْأَصَحِّ (فَإِنْ قَضَاهَا كَانَتْ نَفْلًا مُسْتَحَبًّا وَلَيْسَ بِتَرَاوُحٍ) كَسُنَّةِ مَغْرِبٍ وَعِشَاءٍ

وَاللهُ سُبحَانهُ الله وَتَعَالى أعلَم

کَتَبَهُ : مَحمدحَبِيبُ الله الَقَاسَمي
خادم الطلبة بالجامعه القاسميه
٢٥/١/1435هـ

الجوابُ صحيحٌ
ابــــوسعيـــد راشد
المفتی العام بالجامعه القاسمیه
٢8/١/1435هـ

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د