نظــر

ملي امنیت ژور داخلي اختلافات لري

راټولونکی اوليکوال:  نور رښتياپال

د باوري امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې د ملي امنيت په لوی رياست کې دننه د ځينو کورنيو او بهرنيو کړيو د لاسوهنو له امله سخت اختلافات پيدا شوي. د دغه اختلاف يو لوری هغه پنجشيريان دي چې له شوری نظار سره ډير نږدې روابط لري او د اختلاف بل لوری هغه لويديځ پال او پخواني خلقيان دي چې د اشرف غني له ټيم سره نږدې روابط او خواخوږي لري.

ويل کيږي هغه وخت کله چې امرالله صالح څو کاله د مخه د ملي امنيت له لوی رياست څخه د هغه مهال د لويې جرګې د امنيت په ټينګولو کې له پاتې راتلو ، او د پاکستان ضد کړنو له وجې د پاکستان او ځينې نورو بهرنيو کړيو په فشار ، د کرزي له لوري استعفا ته اړ کړای شو .او جنرال رحمت الله نبيل چې له پاکستان سره يې ډېرې نږدې اړيکې لري د ده پر ځای وټاکل شو په ملي امنيت کې اختلافات پيل شول .

جنرال رحمت الله نبيل هڅه کوله چې په يو او بل نامه پنجشيريان او شوری نظار ته ځينې نور نږدې کسان ، چې په ملي امنيت کې يې لوړ پوستونه لرل ، له خپلو دندو ګوښه او پر ځای يې خپل ملګري ، لويديځ پال او پخواني خلقيان مقرر کړي .

شوری نظار جنرال رحمت الله نبيل په تيرو څو کلونو کې د خپلو مشرانو په ضد له يو لړ کورنيو او بهرنيو کړيو سره په ګډه په توطيو هم تورنوي او وايي چې په غيرمستقيمه توګه د ځينو په قتل کې د ده لاس هم وو .

سرچينې زياتوي چې په ملي امنيت کې اختلافات په دې وروستيو وختو کې هغه وخت تشديد شول چې کله د ډاکټر عبدالله ټاکنيز ټيم له لوري د انتخاباتو د مستقل کميسون د دارالانشاء د پخواني رئيس ضياءالحق امرخيل او د ولسمشرۍ ، د پخواني دوهم مرستيال کريم خليلي هغه تليفوني مکالمې خپرې شوې کومو چې په ټاکنو کې د دغو دوو چارواکو د درغليو ثبوت يې وړاندې کاوه .

سرچينه زياتوي چې له څيړنو وروسته دا معلومه شوه چې دا تليفوني مکالمې د ظاهر په نامه يوه پنجشيري چې د ملي امنيت د تخنيک اپراتيفي په رياست کې يې دنده لرله د ډاکټر عبدالله ټيم ته سپارلې وې ، کله چې ملي امنيت د ظاهر نامي د نيولو لپاره اقدام وکړ د شوری نظار له لوري ظاهر يو خوندي ځای ته انتقال شو.

د کره معلوماتو له مخې جنرال رحمت الله نبيل په ډاکټر ضياء باندې چې د ولايتونو په برخه کې د ملي امنيت مرستيال وو تور پورې کړی وو چې دغه تليفوني مکالمې ده (ډاکټر ضياء) د ډاکټر عبدالله ټيم ته سپارلې او ظاهر ته هم ده خبر ورکړی چې: تښته ملي امنيت دې نيسي.

او همدا لامل وو چې کله اشرف غني واک ته ورسيد ډاکټر ضياء يې په کور کيناوه او اوس يې ورته ويلي چې ضد مرمۍ موټر هم بايد تسليم کړي.

له دې دمخه هم ځينې پنجشيريان د رحمت الله نبيل له لوري له دندې ګوښه شوې دي چې يو يې د جنرال امان په نامه د لوګر د ملي امنيت رئيس وو چې د ارسلا جمال له قتل وروسته په وظيفه کې د غفلت په تور له دندې ګوښه او په کور کښينول شو.

همدغه راز جنرال رحمت الله نبيل د هغه ويډيو له کبله هم په ملي امنيت کې پنجشيريو ته په غوسه دی کومه چې له ده څخه په تاجکستان کې له يوې تاجکستانۍ پيغلې سره د نامشروع اړيکو د لرلو په اړه اخيستل شوې وه. او د جنرال فهيم په فشار د دغه ويډيو له وجې کرزی دې ته اړ شو چې دی څه موده له دندې ګوښه او پر ځای يې اسدالله خالد وټاکي.

همدغه راز د ملي امنيت لوی رياست چې تر دې دمه يې د سيستم د بدلون لپاره د بهرنيانو له لوري د طالبانو د اغېزمنې مقابلې په موخه هڅې کيږي د سيمي د استخباراتو د سيالي په يوه ډګر بدل شوی ځکه ټولې دغه سيمييزې استخباراتي ادارې د ملي امنيت په لوی رياست کې د خپلو ايجنټانو د دننه ايستلو په کوښښ کې دي.

ويل کيږي جنرال رحمت الله نبيل د اشرف غني له ټيم سره ژورې اړيکې لري او په راتلونکې کابينه کې دی هم د ملي امنيت لوی رياست ته له قوي احتمالي کانديدانو څخه دی.

دغه راز ويل کيږي دغو اختلافاتو د ملي امنيت د يو بل پنجشيري مرستيال حسام الدين او رحمت الله نبيل له منځه هم اړيکې ډيرې سختې ترينګلي کړي دي .

د امنيتي چارو د شنونکو له آنده په ملي امنيت کې دغو سختو اختلافاتو د هيواد، په ځانګړې توګه د کابل په امنيتي وضعيت بد اغيز کړی .

او د ملي امنيت چارواکي په ځای د دې چې د طالبانو د بريدونو مخه ونيسي په خپل منځ کې په سيالي او رقابت بوخت دي . او هر لوری کوشش کوي چې خپل کسان په دندو مقرر کړي او د مقابل لوري کسان له دندو ګوښه او لرې کړي . نو ځکه په دې وروستيو وختو کې د هيواد په پلازمېنه کابل او نورو لويو ښارونو کې د طالبانو سرتيري او بمي بريدونه زيات شوي او ملي امنيت ته يوازې د مطبوعاتي بيانو خپرول ورپاتي دي ، چې هره ورځ پکې د لسګونو امنيتي لاسته راوړنو ادعا کوي او بس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الفت

پورته لیکنه ټول اپلاتی دی ایا ملی امنیت همدا دا دی چه تاسو یی پیژنۍ؟ د اصلی ملی امنیت د تاسیس خښته په ۲۰۰۹ کال کښی کیښوده شوه چه تر ۲۰۱۴ اوکتوبر پوری پری هر اړخیزی څیړنی وشوی بلاخیره تاسیس او د ۲۰۱۵ تر جنوری یواځی امادګیانی او بیا کتنی لری چه د جنوری په ۲۵ به رسما پر کار پیل وکړی په پوره اطمینان سره ویلی شم چه نوی تاسیس شوی د هیواد ساتنی داخلی او نړیواله اداره به یوه غښتلی او ډیره ځواکمنه اداره وی او پر دی هم مطمین یم چه حتی نبیل یا نا صالح به… نور لوستل »

احساس

الفته!
غم مه کوه اسلامي امارت داسې نفوذ پکې کړی چې تر ۲۰۵۰ کال پورې ښه مبارزه ورسره کولای شي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x