افغانستان

د افغانستان په ختیځ کی یو بل بهرنی عسکر ووژل شو

killed_in_afghanistan_helmandنن ټکی آسیا: تیره ورځ ایساف په یوه خبر پاڼه کي اعلان کړی چي ددوی یو سرتیري د افغانستان په ختیځ کي ووژل شو.

د ایساف خبر پاڼي زیاته کړې چي وژل شوی عسکر د مخالفینو د یوه برید په صوت کي له منځه تللی.

خبرپاڼي دا نه ده څرګنده کړې چي وژل شوی عسکر د کوم هیواد تابعیت لری، او په دقیقه چیري وژل شوی.

ددغه عسکر د مرګ په اعلان سره ایساف منلې چي په روان میلادي میاشت کې ۴۸ سرتیري وژل شوي دي.

ددې تر مخه ایساف په یوه بله خبر پاڼه کي وویلي وو چي تیره ورځ ددوی دوه عسکر د افغانستان په ختیځ او جنوب کي وژل شوي.

د ایساف خبر پاڼي دپرونۍ هغه چاودني چي په کندهار کي ددوی پر عسکرو وشوله هیڅ نه دي ویلي، په کوم کي چي د کندهار د والی د ویاند په قول ۳ سرتیري ټپيان شوي وه، او د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي په قول په کښي ۴ تنه عسکر وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x