د څرخي پله زندان څخه ۶۲ بندیان خوشې شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د څرخي پله د زندان څخه نن /سه شنبه، لیندۍ ۱۸مه/ ۶۲ زندانیان خوشې شول.

دغه زندانیان د ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان په اساس خوشې شوي دي.

د سلب ازادۍ پر محلونو د نظارت څارنوالۍ رییس عزیز احمدسرباز نن د څرخي پله زندان دننه په یوې ناستې کې رسنیو ته ویلي چې کوم کسان نن له زندانه خوشې کیږي یا خو يې د بند موده پوره شوې او یا هم د بند موده يې له یوه کاله تر پنځو کلونو پورې پاتې وه چې د ولسمشر د بخښنې له مخې خوشې شول.

نوموړي زیاته کړه چې ددغه فرمان په اساس کوم بندیان چې له یوه تر پنځو کلونو پورې د بند موده پاتې وي، ازادیږي او کوم بندیان چې د بند موده یې له لسو کلونو څخه زیاته وي د هغوی په بند کې یو میاشت او ۲۰ ورځې تخفیف کیږي.

سرباز پرته له دې چې د خوشې شوو بندیانو په اړه جزییات ورکړي وویل چې دغه کسان په بېلابېلو جرمونو کې په بند محکوم شوي وه.

نوموړي له بندیانو وغوښتل چې له خلاصون وروسته دې د قانون خلاف کار نه کوي څو ازادي یې بیا سلب نشي.

د سرباز له قوله اوسمهال د هېواد په ښکاره زندانونو کې ۲۶۵۰۰ بندیان موجود دي چې له منځه يې ۷ زره په څرخي پله کې بندیان دي.

د زندان څخه خوشې شوي یو بندي نعمت الله پژواک ته ویلي چې د طالب په تور په کندهار کې ونیول شو، ۴ کاله بې ګناه په زندان کې واچول شو او ایله نن خوشې شو.

نوموړي زیاته کړې چې په څرخي پله زندان کې زښتې زیاتې ستونزې وجود لري. «اطاقونه نشته، درمل نشته، نشيي توکو استعمال ډير دی او د بندیانو دوسیې نه څېړل کیږي».

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د څرخي پله زندانیانو د زندان دننه اعتصاب وکړ. بندیانو ویل چې دوسیې يې نه څېړل کیږي او هم د دوی په بدل کې نور کسان خوشې کیږي.

دوی همدا راز زیاتول چې تر ۹۰ کلونو پورته سپين ګیري هم د طالب به تور اچول زندان ته اچول شوي دي.

زندانیانو ګواښ کاوه چې که دوسیې يې ونه څېړل شي او هم هغه کسان چې له کوم جرمه پرته زندان ته اچول شوي خوشې نه شي دوی به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د