افغانستانخبرونه

سپنتا: پاکستان ته د محسود سپارنه د ملي حاکمیت «صریح نقض» دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار او له امریکا سره د امنیتي تړون له سرسختو پلویانو، رنګین دادفر سپنتا پاکستان ته په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو له لورې د محسود سپارنې په تړاو په یوې مقالې کې څرګندونې کړي دي. سپنتا چې د هشت‌صبح ورځپاڼې له تمویلوونکو څخه دی د ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې يې د «ترهګرۍ ضد» ستراتیژي مبهمه بللې.

سپنتا چې هغه مهال د ملي امنیت سلاکار و، پر دې اعتراف کوي چې لطیف‌الله محسود افغان امنیتي ځواکونو نیولی و؛ خو وروسته ځانګړو امریکايي ځواکونو په زوره له افغانانو اخیستی و: «کله چې افغان امنیتي ځواکونو محسود د تحقیقاتو له پاره کابل ته لېږداوه، د لوګر ولایت اړوندو سیمو کې یې موټر ځانګړو امریکايي ځواکونو ودرولی و او د امنیتي ځواکونو پر شتون سربېره یې لطیف محسود په زوره نیولی و».

سپنتا لیکي چې هغه مهال ده و حامد کرزي د امریکایانو پر دې کار [په زوره نیونې] اعتراض وکړ؛ خو امریکايي قومندان جنرال دنفورډ د رد ځواب ورکړی و.

دا لومړی ځل دی چې رنګین دادفر سپنتا په افغانستان کې د امریکایانو پر کړنو نیوکه کوي او حتا د دوی دا وروستی کار د ملي حاکمیت «صریح سرغړونه» بولي. سپنتا لیکي: «لطیف محسود په تشه او بې څښتنه ځمکه کې نه دی نیولی شوی، بلکې د افغانستان په ملي قلمرو کې نیول شوی. درېیم هېواد ته یې تسلیمول د افغانستان د ملي حاکمیت صریح نقض دی».

سپنتا وايي چې پخوا افغان حکومت له امریکایانو څخه بهرني اسیران نه ترلاسه کول؛ خو د لطیف محسود قضیه ځکه بېله ګڼي چې د ده په خبره امریکایانو له افغان ځواکونو څخه په زوره «برمته» کړی و.

لطیف الله محسود د پاکستان طالبانو مالي مسئول تېر اکتوبر کې د افغان ځواکونو له لورې نیول شوی و چې اوس امریکایانو پاکستان ته وسپاره. د محسود په سپارلو کې افغان حکومت رول نه درلود.

د حامد کرزي په حکومت کې سپنتا له امریکایانو سره د امنیتي تړون د ژر لاسلیکېدا له سختو پلویانو څخه و. په یادې مقاله کې سپنتا امنیتي تړون ته کومه اشاره نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x