افغانستان

د کابل کندهار پر لویه لاره په ترافیکی پيښه کي ۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

bas_accedent_zakhmianنن ټکی آسیا: نن سهار د د کندهار – کابل پر لویه لاره د یو ترافیکي پيښي له امله ۲۲ تنه سپرلي مړه او ۳۳ نور ټپیان شوه.

د تفصیلاتو سره سم نن سهار د لسو بجو په شا او خوا کي د کابل – کندهار پر لویه لار د زابل ولایت د مرکز قلات سره نژدې د جلدک په سیمه کي د سید جمال الدین افغان د ترانسپورت یوه عراده ۳۰۳ ډوله بس موټر چي د کابل څخه د کندهار پر لور روان وو، چپه سو، چي له کبله په بس کي سپاره ۲۲ تنه مړه او ۳۳ نور ټپيان شوه.

د سیمي څخه چارواکو ویلي چي د پيښي علت د موټر تیزوالی دی، او د پيښي مړي او ټپيان د قلات او کندهار روغتونونو ته انتقال شوی دي.

د کندهار او کابل پر لویه لاره دا رنګه ترافیکي پيښي چي زیات شمېر سپرلي په کښي مړه کیږی، یو معمولي خبره ګرځیدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x