
د اسلامي امارت رهبري شوری ته سرخلاصې لیک او د زړه فریاد
لیکوال: فاتح کاروان
د اسلامي امارت د مجاهدینو د ښپو خاورې یم، هر مجاهد مې د زړه سر دی،هر طالب مې زړګې دی،هر هغه څوک راته ګران دی چې د جهاد په صف کې د الله جل جلاله د رضا د حصول په نیت راوتلې وي؛ خو پوهیږۍ؟ کله کله مې له طالبانو سخته ګیله وشي، زړه مې بد شي او دا په دې معنی نه چې ګواکې شخصي مشکل ورسره لرم، د قسم حق راباندې نه لرۍ خو زه چې کله هم د لیلې دښتې غمجن داستان رایادوم ژړا راځي، کله چې هم د شبرغان کرغیړن زندان رایاد کړم زړه مې خفه شي،کله چې د بګرام او څرخي پله زندانیان وګورم، کله چې د جنرال رازق او جنرال امرخیل وحشت او د دوی په لاسونو د طالبانو د قتل عام کیسې واورم، کله چې د جنرال دوستم،جنرال مالک له وحشت نه ډکې کارنامې لولم نو طالب لالې مې راته دومره ګران شي چې په دی درسته نړۍ کې راته تر ده بل څوک ګران نه وي، خو…… دا ظلمونه دا وحشتونه زما مجاهدینو ورونو د څه لپاره وګالل؟ دنیا په دی خبره ده چې طالب ځان د اسلامي شریعت لپاره قربان کړ، هیڅ کوم دنیاوي هدف یې نه درلود، نو دا چې په زرګونو طالبانو د شهادت جامونه نوش کړل، دا چې ګل ګل فدایان خپلې ځوانۍ په اورونو لمبه کړی، دا چې تاند او هڅاند ځوانان مو د کفارو زندانونو وخوړل دا د چا دلاسه؟؟؟؟ دلته خو فکر په کار دی کنه، نن د اردو،پولیسو،اربکيانو،سپيشل فورس او جاسوس پر وړاندې د امارت دغه سسته او نرمه پالیسي د کوم هدف او کوم مصحلت په بناء روانه ده؟؟؟ له کومې ورځې چې ملا دادالله په شهادت رسیدلې له هماغې ورځې د مرتدینو او منافقینو مورال لوړ شوې، او ښه په نره لګیا دي زما مجاهدین راشهیدانوي، زما خویندې میندې راسپکوي، زما دیني مقدسات توهینوي او… خو د امارت اوسني مجاهدین څه ورسره کوي؟؟؟!! نن یې ونیسي سبا نه بل سبا یې خوشې کړي!! دا ولې؟؟ اخر تر څو به دا حالت وي، ولې په سلګونو افغانان شام ته د جهاد لپاره ولاړلاو په افغانستان کې یې د مجاهدینو له نرمې پالیسۍ زړه خوړ؟؟!! دلته فکر په کار دی زه نه پوهیږم چې د امارت مشران ولې دومره نرم شول چې واغلظ علیهم باندې عمل نه کیږي!! نن ورځ په افغانستان کې د منافقینو لپاره سختي نشته، وهل ټکول نشته، زندانونه نشته، وژل نشته ، بس نن منافق ونیسه سبا نه بله ورځ یې په خیر او عافیت خلاص کړه، دا ولې دی خوشې کړ؟؟ دا ځکه خوشې شو چې نور به د اردو لیکو ته نه ځي، څه ضمانت یې شته؟ هو د کلي سپين ګیرو یې ضمانت وکړ، ښه، یوه ورځ، دویمه ورځ، دریمه ورځ چې څلورم سهار داخل شي سړی بیا د اردو لیکو ته ورغلې وي، و مجاهد صیب هغه نفرخو بیا د اردو لیکو ته لاړ او قسمونه یې کول چې اوس به رانه یو طالب د آرام سا وانخلي، په کور کلي کې مې ټول په نښه کړي دي!! مجاهده وروره وګوره کنه تاسو هغه خوشې کړ اوس دادی د سر درد راته جوړ شو اوس به څه کوو؟ مجاهد ورور سره مې بیا ځواب نه وي!!
زه تاسو همداسې یو مثال وړاندې کوم: له نن نه څه موده وړاندې په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو تن د سپيشل فورس عسکر طالبانو ونیوه، عسکر څو ورځې د طالبانو سره بندي و، عامو مجاهدینو دا تمه لرله چې دا به خامخا وژل کیږي ځکه چې لوی منافقان همدا سپیشل فورس دي، مګر بیا څه شول، هغه وشول له کوم څه نه چې موږ ډاریدو، عسکر روغ رمټ د یوې مبهمې معاملې په ترڅ کې خلاص شو؛ عسکر ولاړ او خپلو ملګرو سره یو ځای شو، ملګرو ته یې د طالبانو د پټو ځایونو او په سیمه کې پرتو مرکزونو په هکله خبر ورکړ، امریکایي بې پيلوټه الوتکې راغلې ساحه یې وکتله، مرکزونه یې په نښه کړل او د نن شاوخوا شپږ ورځې مخکې يې پرې داسې بمباري وکړه چې ټول مرکزونه یې له منځه یوړل، مجاهدین یې ګوډ او مات کړل، وسایط او سلاح یې له منځه لاړه دا وه د یو منافق عسکر د خلاصیدو پایله او ثمره!!
اوس تازه خبر په بدخشان کې د طالبانو له لوري د هغه عسکرو خلاصون دی چې څو هفتې وړاندې د یاد ولایت په وردوج ولسوالۍ کې طالبانو نیولي وو، دادی بیرته یې په عزت سره خلاص کړل،ذبیح الله مجاهد نوموړي کسان خپل افغان ورونه وبلل او و یې ویل چې دا کسان په ضمانت خوشي شوي دي، خو ضمانت یې بیا څه دی؟ ضمانت یې هغه د پيښوریانو خبره مقدمه درج ده، چې نه یې سر معلومیږي او نه یې بر، دا ضمانتونه هم همداسې دي، کله چې په ضمانت خلاض شوي عسکر بیرته د اردو لیکو ته ځي بیا یې هغه ضمانت ګړي څوک په سترګو هم نه ګوري. خو زور یې له عامو مجاهدینو وځي!!
دا حالت رښتیا هم ډير زړه بوږنوونکې دی، زه غواړم چې دا خپل غږ د اسلامي امارت تر رهبري شوری ورسوم او ورته ووایم چې: عام ولس دردیږي، کړیږي مګر هغه څوک چې دا دردول او کړول کوي ستاسو د مجاهدینو له لوري نیول کیږي څو ورځې بندي کيږي او بیا په عزت سره بیرته خوشې کیږي پایله یې دا راوزي چې خوشي شوي کسان په څو ورځو کې د ننه بیرته د اردو او اربکیانو لیکو ته ځي، مګر دا دویم ځلي تګ یې تر هغه مخکني تګ ډیر خطرناک عواقب لري د مجاهدینو لپاره، ځکه چې دا ځل ورته د د مجاهدین پټنځایونه معلوم وي او پایله یې دا راوزي لکه د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې چې ورسره مجاهدین مخ شول.
بله دا چې: د ګوډاګۍ ادارې د عسکرو او استخباراتو له لوري هر ځل مجاهدین یا د مجاهدینو سره د تړاو په تور کوم کسان نیول شوي بیرته خلاصیدل یې بیا مهال دي، لس زره ډالر خو ترې یواځې قاضیان غواړي او د دې نه وروسته هم مجبور دي چې لس او دولس کاله په څرخي پله کې زندان په ځان ومني،دا حالت به څنګه ختمیږي؟؟ آیا د اجیرو عسکرو خلاصول د زنداني مجاهدین او شهیدانو له وینو سره خیانت نه دی؟!! هغه بندیان چې د کرزي په واکمنۍ کې اعدام او په شهادت ورسیدل ټول يې طالبان نه وو؟؟ ښه نو چې هغوی مجاهدین ونیسي یا یې وژني او یا یې د تورو تمبو شاته اچوي، مجاهدین یې پر وړاندې ولې داسې نرم دي؟؟
زما دا غږ دی تر رهبري شورا او په خاص ډول قاري محمد یوسف احمدي او ذبیح الله مجاهد ته ورسیږي.
والسلام
والله زه دنن اسیاپه ورڼو ته ډیرحيران چې دغه ډول کةينټونه هم پريږدي چې ټوله تاند ويب پاڼه دومره زهرنشي شیندلی لکه يواځي دکفرمزدور مالیم دووس،الله دغه دپردومزدور اوسپی تباه کړي،چې مقاومت پسي دومرښکرور دروغ وايي اوالله دي تاته هدايت وکړي.دګل اومالیم سپي کمینټونوته لږ بيدارشي.داسپي زه پیژنم دوه نومه يوکس،داپه نوروځايوکې هم سخت زهرشيندي.دده جاسوس قريب مجاهدينوجهنم ته واستاوه اوس همدغسی غول خوري
مالیم صیب! ما لیکنه کړی خو تاته مې نه ده کړی، زه تاغوندې خلک په یو من الوګانو هم نه اخلم، ته د دې پر ځای چې ماته نصیحت وکړی نو مهرباني وکړه اول دی خپل فکر له استعمار نه وژغوره، تاسو فکري ایبولا وهلي یاست، هر هغه څه چې صلیبي باداران یې درته وايي تاسو یې موږ ته په پښتو راژباړۍ. د اسلامي امارت هر مجاهد مې د زړه سر دی، زه خپله طالب یم او ویاړم چې طالب یم، شکر الحمدلله چې ستا په څير مذبذب نه یم، زه نه غواړم تاسره دلته بحث وکړم ځکه چې په… نور لوستل »
او که بیا دی بحث ته زړه کیږي. نو په فیسبوک کې زما ايډي ده په همدې نوم، درته انتظار به یم
ټولو هغو ته سلام او احترام چې د خدای ج په ربوبیت او د محمد صلی الله علیه و سلم په نبوت او رسالت سره راضي دي هر هغه څوک چې د سولې تږی او د انساني حقوقو ملاتړی وي د فاتح کاروان صیب نظر به لري. سوله راوستل کله کله ډیرو جګړو ته اړتیا لري د بندیانو د حقوقو خوندیتوب بالمثل عمل ته اړتیا لري زه د فاتح کاروان صیب نظر تاییدوم دا په دې معنی نه چې له اسیرو افغان عسکرو سره انساني عاطفه او خواخوږي نلرم بلکه په دې معنی چې هغه ټول بندیان چې د مزدور… نور لوستل »
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاتهُ بعد له سلامه اول به دا ووايم چې معلم صاحب ته دې الله تبارک وتعالی هدايت و کړي او که د هدايت وړ نه وي، الله تبارک و تعالی دې د حق د نه تسليمولو له امله په دنيا او په عقبا دواړو باندې ذليله او رسوا کړي. اوس به راشم د فاتح ورور ليکنې ته، بلکې بايد ووايم يوې بااحساسه ليکنې او د حاضر وخت يوې ضروري موضوع ته. زه د فاتح ورور نظر او د هغه وړانديزونه، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ شوری ته يې کړي تاييدوم. د بېلګې په توګه فاتح… نور لوستل »
وروونو زما دواړه طرفه راباندی ګران یاست خو داسی بخثونه او بدوعاوی چاته مکوی کیدای شی د معلم یا د فاتح په خبرو کی اشتباهات وی خو به دی هم سترګی نشو پټولی چی د دواړو طرفه ظلم شوی امریکایان خو د خدای تباه کړی د هغوی په ظلم کی خو هیڅ شک نشته دی – خو دا بل طرف هم ډیر آشتباه ګانی لری هیله ده چی تاسی هغوی ظلم – وحشت – بی تعلیمی او سخت دریځ ته و نه هڅوی بلکه هغوی مدارا – سولی – د ښیګیڼی لاری او زغم ته و هڅوی د منفی او… نور لوستل »
ډاکټر صیب که مو له منفي فکر څخه زما تعلیق مطلب یي نو ما خو مثبت لیکل کړي دي د راپورونو له مخې له دیرشو زرو افغانانو څخه په زیات شمیر کې له فاسد او مزدور دولت سره اسیران دي نو ایا دا مثبت خبره نه ده چې د دوی د خلاصون یا حقوقو د خوندیتوب پخاطر دې یو نیم عسکر نه خوشې کیژي، که یې ساتلی نشي نو د هغو لسګونو ولسي خلکو په قصاص کې دې مجازات شي چې هره ورځ زمونږ په کلو او قریه جاتو کې د دوی د وحشت، چاپو او بمباری له امله په… نور لوستل »
مالیم ته! لمر په دوه ګوتو نه پتیږی تا مخکې ډیرې غټې غټې دعوې کولې چې د طالبانو د ویب سایټ پاسورډونه او نور اسرار ټول ما سره شته دی او دا د هم وویل چې که د چا په کار وی نو زه تیار یم ما څو ځلې غوښتنه وکړه چې ما ته یی راکړه مګر بیا مې په دروبین کې هم ونه لیدلې دا دی دا ځل بیا لکه د پیری په شان راپیدا شوې، دا چې موشت نمونه د خروار ده نو ستا یو دروغ به ټولو لوستونکو ته وړاندې کړم او نور به هرڅوک ستا په… نور لوستل »
No problem for USA & UK ( Yahod & Nasara) both kuilled each others Talib & Askar that is good for Yahood Just killed Muslim in deferent name by Muslim & fight to each other in deferent part of Muslim Country,
سلامونه اونيكي هيلي فاتح ورورته دي الله بدي خبرو اجروركري جي حق يي دمسلمانانو ترغوزونو ورساوه داسلامي امارت به مشرانو كي دير كمي دي —–نه لز—-زه هم ستا به سير يومجاهد يم ما خبله دبدخشان به هغه جكره كي اشتراك درلودبه كومو كي مو جي عسكر زوندي ونيول دتولومجاهدينومشوره همداوه جي عسكر مرداروه اوتولو به يو اواز وويل جي سمه ده داسلامي امارت مشران جي خبر شول ويل جي نه نه بام كوي دعسكورو كورونو ته زنك ووهي جي دهر عسكر به سر يوه بيكا سره دي 500 مرميوشريد اويو موتر سيكل راوري نو عسكر به درخوشي كو—دامارت دمشرانو به… نور لوستل »
د لوی او بښونکی ستر ذات په ډیر ستر او پاک نوم سره وروڼو ، ملګرو ، پتمنو خویندو ته السلام علیکم ورحمته الله …! وروڼو او ملګرو د تعصب ، تنګ نظری هم یو حد وی ، نن ټکی اسیا چه د افغانانو لپاره یی د لید لوری ، مشورو ، پټو او ښکاره معلوماتو د تبادلی لپاره ښه ذمینه مساعده کړی ده ، تر څو د ټوپک پر ځای خپل فکر ذهنی ، علمی ، منطقی ، انسانی بحثونه سره وکړی . دا یو منلئ اصل دئ ، چه په اوس وخت کښی نه خو پیغمبر شته او… نور لوستل »
له ټولو درنو ملګرو مننه کوم چې دلته یې خپل نظرونه شریک کړل او پاتې شوه د مالیم خبره، نو لومړی خو هغه معلم نه دی مالیم دی، هیله ده چې نوم ورته سم ولیکۍ او دوهمه دا چې داسې اشخاص اکثره فکري ایبولا وهلي وي له دوی سره بحث هم د وخت ضیاع ده، ځکه چې دوی په بحث نه پوهیږي نو د څه بحث به وکړي،دا شرمیدلي که شرمیدلای خو ښه به و کنه، دوی شهرت غواړي او د شهرت ښه لاره یې همدا ده چې د اسلام او جهاد پرضد پروپاګند کوي،هیله ده چې ملګري مو د… نور لوستل »
درنو او مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم : خبر شوم چه نن ټکی اسیا د معلم په نوم کوم خارجی معاش خور لیری کړی ، هغه به هر واده کی حاظر وو ، د هغه هدف د هری اسلامی لیکنی د اهمیت او هدف راښکته کول وو ، د نن ټکی اسیا په دی کار چه حتی تبصری یی هم ورله لیری کړی شاباسی وایم ، او د دی پاڼی چلونکو ته دعا کوم ، مونږ له ډیر مخکی تری د ده د لیری کولو او شړلو هیله کړی وه مګر د نن ټکی اسیا د همدی خاطره چه دا… نور لوستل »
دي ايمل خان ته به نن زه يو سه وليكم …اكر كه ورنه هيريزم هم زكه كنزلي كوي .. خو فقط دومره ورته وايم جي دا خو ويل جي ته ما ليم يي. زه خو با ور وكه ماليم نه بيزنم او نه مي ديري ليكني كري بدي بانه كري………………..ماليم او ايمل دواره دجلا ل الدين دزوي دوزلو به رابطه معلومات انتها يي كمزوري دي . زكه دجلا ل الدين زوي بدي ورز له نه له سعودي را روان وه او نه له اربوته ..بلكه له بشاوره نه تللي وه اسلام اباد ته ..له جماته خبل كورته روان وه بلاره… نور لوستل »