امریکا څلور زره ژباړونکو ته ویزې ورکوي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، لیندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): امریکايي سرچیني وايي چې د امریکا کانګرس به ډېر ژر څلور زره ژباړونکو ته د ویزو ورکولو پېشنهادونه امضا کړي.

دغه ژباړونکي چې د امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی، په افغانستان کې خپل ژوند په خطر کې احساسوي او وايي چې ددوی ژوند د امریکايي ځواکونو د وتلو سره له لا زیات خطر سره مخ دی، ځکه غواړي چې د امریکايي ځواکونو سره یو ځای امریکا ته انتقال شي او هلته ورته سیاسي پناه ورکړل شي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبر له مخي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس څخه د ۸۰۰۰ تنه ژباړونکو د ویزې غوښتنه کړې وه، خو وروستي راپورونه وايي چې کانګرس به ډېر ژر یوازې د ۴۰۰۰ تنه ژباړونکو د ویزو غوښتنه امضا کړي او د پاتو کسانو پر غوښتنو به بیا غور کوي.

په خبر کې راغلي چې امریکا د  ۲۰۰۷ کال څخه تر اوسه ۵۰۰۰ زره ژباړونکو ته ویزې ورکړي او هغوی امریکا ته انتقال شوي او اوس هم د دولس زره (۱۲۰۰۰) نورو ژباړونکو غوښتنلیکونه د بهرنیو چارو وزارت سره ثبت شوي، خو د هغوی څخه د اته زرو غوښتني د امریکا کانګرس ته د بهرنیو چارو وزارت له خوا وړاندي شوي، چې دادی د څلور زرو غوښتنه یې منل کیږي،او پاته څلورو زرو ترجمانانو برخلیک لا معلوم نه دی.

افغان ترجمانان چې په کابل کې په دوامداره توګه احتجاجونه کوي، د امریکايي ځواکونو د خدمت وروسته له هغوی څخه سر ټکوي چې دوی د امریکایانو له پاره خپل ژوند په خطر کې واچاوه، خو اوس چې هغوی له دې کار واخیست نو دوی یې په بدې ورځې او په ناڅرګند برخلیک واړول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د