روغتیا

که د خولې له بدبويۍ کړېږئ؛ دا کرښې ولولئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۹ل): د خولې بد بوی ډیر لاملونه لري چې له هغوی څخه د ګردې ناروغي، هاضمې سیسټم خرابوالی، د وینې شکر زیاتوالی او ځیګر ناروغي د یادولو وړ دي. د خولې بد بوی د ځینو ناروغیو سربیره غاښونو ته پاملرنه نه کول، د خولې مختلفې ناروغۍ او د خولې وچوالي له امله هم رامنځ ته کیدی شي.

د خولې بد بوی له منځه وړلو لپاره د ورځې دوه ځلي باید غاښونه برس شي تر څو خوله کې پاتې غذايي مواد، باکتریا او له منځه تللي حجرې ووینځل شي؛ خو په یاد ولرئ د خولې بد بوي د غاښونو خرابوالي له امله هم پیښیږي چې باید ډاکټر ته مراجعه وشي.

دلته هغه کورنۍ لارې چارې درښیو چې د خولې بد بوی له منځه وړلو کې به مو مرسته وکړي:

۱- چای وڅښئ: څیړنو ثابته کړې چې په شنه او تور چای کې د پولیفینول په نامه مواد موجود دي چې په خوله کې بد بوی زیاتوونکي باکتریا زیاتیدو مخه نیسي. پولیفینول په خوله کې د موجود باکتریا د هایدروجن سلفاید تولیدولو مخه نیسي.

۲- خوله زینک لرونکی مایع په وسیله مینځل: زینک په خوله کې د سلفر مرکباتو مخه نیولو سره د خولې بد بوی له منځه وړي.

۳- د خولې بوی ښه کولو لپاره ځینې بوټې استعمال کړئ: ځینې بوټې لکه نعنا، ګشنیز او ترخون د خولې بد بوی له منځه وړلو سربیره د خولې بوی ښه کوي. د خولې بوی ښه کولو لپاره یاد شوي بوټې باید یوې دقیقې لپاره وژول شي.

۴- خوله خپل ترکیب کې الکول لرونکې مایعاتو په وسیله مه وینځئ ځکه چې د الکول هر ډول د خولې بد بوی لامل ګرځي.

۵- ډیر مایعات وڅښئ: د اوبه او نورو مایعاتو زیات استعمال به مو خوله تازه او مرطوبه وساتي. د چینايي درملنو په اساس د خولې بد بوی د خیټې زیاتې تودوخې له امله هم کیدی شي چې دغه تودوخه د اوبو، مایعاتو او ځینو سبزیجاتو په مرسته له منځه تلی شي.

۶- له ‌ذهني فشاره ځان وژغورئ: په ډیرو خلکو کې د خولې بد بوی ذهني فشار له امله رامنځ ته کیږي. ذهني فشار به خوله کې د سلفر مرکبات تولیدولو سبب ګرځي چې له امله يې د خولې ښه بوی له منځه ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

د خولی د بد بویی اسانه علاج په دی چه شرط مریضه/مریض حامله نه وی او د شکر ناروغی یا تور زیړئ ونلری او یا هم د پایوریا یا اووریو د وینی ایستلو یا سکروی ناروغی ونلری ځکه د خولی بد بویی خاص له همدی اسبابو وی په عادی حالت کښی دری ګرامه وچه نعنا دری ګرامه زیړه ځیره دری ګرامه هیل یا لاچی دری ګرامه سخاوزه دری ګرامه وچ سونګرئ ددی واړو ښه باریک نسوار جوړ کړی او سهار له چایو ورسته او د غرمی له ډوډۍ ورسته او د ماخستن د خوب په وخت معمولی نسوار تر شونډه… نور لوستل »

sanatkhan

اسلام عليكم ورحمت للہ وبرکتہ ۔رورہ زما خولی نہ بد بویی زی کلا کلا آسن ھیلج رتہ اوخہ یہ

sanatkhan

مننه دکتر صاهیب

ډاکتر احمدی

Malim صاحب د دوه اخیری باندی پوه نشوم سخاوزه او سنګړی کیدای شی بلی یا بازاری نوم یی راته واخلی

مننه

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx