افغانستان

کندهار کي چاودني بهرنی ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

013_Humvee_Hit_By_IEDنن ټکی اسیا: نن د کندهار ښار په سرپوزه سیمه کي د بهرنیو قواوو پر موټر ماین وچاودید، چي له امله موټر زیانمن شوی، او د بهرنیانو په منځ کي مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو ویاند چي ددې چاودني پړه یې په غاړه واخیسته وویله چی په پيښه کي ۴ بهرني سرتیري وژل شوي دي.

د بلي خوا په کندهار کي  ایساف مطبوعاتي دفتر منلي چي په موټر یی ماین چاودیدلی، مګر د مرګ ژوبلي په اړه د څه ویلو څخه انکار کړی دی.

ددی تر مخه د کندهار ولایت د والی ویاند زلمي ایوبي ویلي چي ۳ تنه بهرني سرتیري ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x