افغانستاننړۍ

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قراردي شرکت په ستر فساد اعتراف وکړ

نن ټکی اسیا(سه شنبه، لیندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو لپاره د خوراکي توکیو او نورو اکمالاتو لېږدونکي شرکت د امریکا له دولت سره په قراردادونو کې پر فساد او غبن اعتراف وکړ.

د سپریم په نامه نړیوال لوژیستکي شرکت د سویس او متحده عربي اماراتو دوو څانګو منلې ده، چې افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو لپاره د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو د را نیولو او لېږدولو په یو شمېر قردادونو کې يې فساد کړی دی.

د امریکا د بېلابېلو ښارونو د محاکمو له پرېکړو سره سم سپریم شرکت باید څه باندې ۴۳۴ میلیونه ډالره جریمه ورکړي، چې شرکت یې هم ورکولو ته چمتووالی ښودلی.

سپرېم شرکت په بېلابېلو جرمونو تورن شوی چې پکې غبن، جعل، غلا او فساد شامل دي.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي د سپریم شرکت د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ په افغانستان کې مېشتو نړیوالو امریکايي ځواکونو ته د ۸.۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت د خوراکي او نور موادو د خرڅولو او لیږدولو قراردادونه لرل.

په دوو جلا دوسیو کې سپریم شرکت او نورو اړوندو څانګو یې منلې چې په افغانستان کې یې مېشتو امریکايي ځواکونو ته یې د تیلو او مالونو د لاریو د لېږد په برخو کې د امریکا د دفاع وزارت ته د پېسو جعلي بیلونه سپارلي دي.

دا په افغانستان کې د یوه خارجي شرکت د فساد تر ټولو ستره دوسیه ده چې بربنډه شوې ده.

په افغانستان کې دننه د فساد تر ټولو ستره دوسیه د کابل بانک ده چې ویل کېږي، ۹۶۰ میلیونه ډالره فساد پکې شوی.

د یادونې وړ ده، د سپریم نړیوال لوژیستکي شرکت هغه نړیوال ستر لوژیستکي شرکت دی، چې په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ته په قراردادي بڼه اکمالات کوي.

د امریکا د عدلیې وزارت چارواکو ویلي، چې دوی هوډ کړی، چې له ټولو هغو قراردادیانو سره حساب و کتاب وکړي، چې په افغانستان او عراق کې یې د دوی له جګړو څخه د خپل ځان په ګټه ناوړه استفاده کړې او د امریکايي ولس مالیو ته یې سترګې رډې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x