افغانستان

د افغانستان په ختیځ او جنوب کي دوه نور بهرني عسکر ووژل شوه

airmen_killed_in_helicopter_crashايساف ومنله چي تیره ورځ يي یو سرتیری په ختیځ او بل يي په جنوب کي کي وژل شوی.

دغه خبر چي ایساف په خپله په یوه خبر پاڼه کي ورکړی، په کښي ویل شوي چي تیره ورځ د افغانستان په ختیځ کي د مخالفینو د یو برید په ترڅ کې د ایساف یو تن عسکر ووژل شو.

په یوه بله خبر پاڼه کي ایساف ویلي چي یو بل سرتیري د افغانستان په جنوب کي هغه مهال ووژل شو،

کله چي په مځکه کي یو پټ ماین پر وچاودید.

ایساف د پيښي پوره معلومات نه دي ورکړی، او نه يي د سرتیرو هویت څرګند کړی.

د دغه دوو وژل شوو عسکرو په اعلانولو سره ایساف تیره ورځ په افغانستان کي لس عسکر وبایلله.

ایساف تیره ورځ په خپل یوه وروستي خبر پاڼه کي اعلان کړی وو، چي د کابل د هوايي ډګر په پيښه کي اته تنه سرتیري او یو بل قرار دادي بهرنی کس ووژل شو.

تر اوسه د ایساف له خوا په روانه میلادي میاشت کي د ۴۷ عسکرو وژل اعلان شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x