نظــر

هيواد رغيږي، ملت ورانيږي

محمد اسماعيل عندليب

ډېر کلونه دمخه ، چې د پخواني جمهور رئيس حامد کرزي، د واکمنۍ به ايله څلور پنځه کاله شوي وو، کابل ته د پاسپورټ د تر لاسه کولو لپاره تللی وو، په يو دفتر کې د داسې کړکيچ سره مخ شوم، چې هيچا مې خبره نه اورېده، اوږد کتار خلک ولاړ و، خو چې د دفتر دروازې ته به نژدې شوم، پوليس به راپه دو کړم، بيا به د کتار اخر ته، او څو ځل همداسې، د دفتر له دروازې به هم يو پېړ سړی راووت، بې له دې چې د چا خبره واوري، بېرته به ننوت.

د يو بل په اصطلاح (شيک) ځوان راباندې پام و، زما دغه (مکرٍ مفرٍ مقبلٍ مدبرٍ معاً) حالت يې ليدلی و، راته يې وويل: داسې نه کيږي، نيغ ورشه، کاغذونه دې ورښکاره کړه، او ځواب وغواړه، هغه به دې پوه کړي، يا به دې کار وشي، کابل د رندانو ځای دی، څوک دې په خپله خوښه کار نه کوي.

زه چې اوس هر ځل کابل ته ځم نو دا راياده وي چې د (رندانو ځای ته راغلم)، خو اوس دا د رندانو ځای کې د داسې چارو سره مخ کيږم، چې زما په څير نرم زړي او حساس سړي ته په ورته وخت کې ژړا هم ورولي، په هيوادوالو يې بې باوره کوي هم، او په حالاتو کې د ملت د ويجاړۍ انځور هم ويني.

څه موده دمخه مې بيا د تقدير په کتاب کې کابل ته د تګ صفحه رااوښتې وه، د کابل په منځ کې موټر د يوې مؤسسې مخې ته ودريد، له دروازې لرې يو په عمر پوخ افغان ناست و، راپاڅيد، د موټر هندارې ته ودريد، او په دري ژبه لګيا شو:

وروره، که په دې دفتر کې کار کوئ، يا څوک پېژنئ، نو دا درېيمه ورځ ده چې د کار پسې ګرځم، دلته هم څو ځل راغلم، که څه کار راته پيدا شي، لاسونه لرم، هر څه کولای شم، خو کار نه شته، ځای جارو کول وي، اشپزي وي، ځای ساتل وي…..
وښکي يې سره وتښتېدل، په ژړا شو.

ورته مې وويل زه خو ميلمه يم، دلته نه چې په ټول کابل کې کار نه لرم، خو دغه بل ملګری مې دلته ځي راځي، چې راووت زه به ورته ووايم، که څه کېدل وبه يې کړي.

ملګری مې راووت عمر خوړلی بيا راپاځيد، ما ورته کيسه وکړه، زموږ ملګري پنځوس افغانۍ ورکړې او ويل يې:دا دلته د کار پيدا کولو طريقه نه، د پيسو ايستلو هنر دی.
چې رښتيا به څه وي؟ خو هغه بې وزله! يا هنرمند! پاتې او موږ لاړو.

د کرايې موټر د سپرلۍ د راپورته کولو لپاره د سرک غاړې ته شو، کلنډر د سپرلۍ چغې پيل کړی، او د سرک له غاړې بيا يو سپين ږيری راپاڅيد، موټر ته رانژدې شو:

ای وروڼو د خدای په نوم يو څه راکړئ، د کونړ د دانګام مهاجر يو، ډېره بده ورځ جوړه ده، په دې يخه يخنۍ د خوراک خو څه چې د اغوستلو لپاره هم څه نه لرو، د دې ماما هم ګوزاره وشوه، خو ماته هغه پرونی بې وزله او زما د ملګري خبره نېغه مخې ته ودرېده، په خفګان خفه، او په حساسيت حيران، ځکه چې پرېکړه راته ګرانه وه.

دا خو لنډ هغه څه وو، چې ما په خپله وليدل، په تلويزيونونو کې ګورو، چې له هلمنده راکډه شوي، افغانان په کابل کې بې سرپناه پراته دي، د خوراک، څښاک، اغوستلو، اوسيدلو، او حتی د مزدورۍ په لارو چارو هم نه پوهيږي، له ولسواليو خلک د ښارونو په لور رامات دي، ارامي، هوسايي، ښه ژوند، زده کړه، مزدوري، دهقاني، او هر کار د جمود سره مخ شوی دي.

پوليس په اعتصاب ناست دی، ډاکټران په لاريون راوتلي، ښوونکي حتی د اوسيدو ځای نه لري، مامورين په رشوتونو او ملت د وينو په زبېښلو بوخت دی، دولتي چوکۍ د اهليت پر بنياد نه ورکول کيږي، بلکې بولۍ ته وړاندې کيږي، پوهان خدمت نه کوي، تجارت کوي، او ناپوهان خو هغه دي چې ګيله ځينې نه ده پکار.

بل لور ته بيا د هيواد د پرمختګ، ابادۍ، سوکالۍ، امنيت، ورورولۍ، ملي حاکميت، خپلواک دولت حاکميت، نړيوالو سره د اړيکو، اقتصادي، کلتوري، ټولنيز، سياسي او علمي ترقۍ خبرې کيږي، خو د همدې په اصطلاح سياسيونو او حکومت د زمامدارانو له منځه بيا داسې خبر هم راووځي، چې (د ملي دفاع وزارت د غوړيو په يو قرارداد کې دوه سوه او پنځلس ميليونه ډالر يوازې په رشوت کې ورکول شوی وي)، خو بيا هم د هيواد جوړيږي خبرې کيږي.

دغه روان حالت ته که په زير وکتل شي، نو په حقيقت کې ملت او حکومت په يو مسير حرکت نه کوي، دا به سمه وي، چې څو سرکونه، څو پلونه، څو ودانۍ به جوړې شوې وي، څو ښارګوټي به اباد شوي وي، او څو پروژې به پرانيستل شوي وي، خو هيچرې داسې نه دي شوي، چې د ملت په درد درمل شوي وي، هر ځای دولت پرې مټ پورته کړی چې ما کار وکړ، او ملت ته پرې زيان رسېدلې.

د عامو خلکو تر منځ دوښمنۍ او تربګنۍ جوړې دي، د امير او فقير تر منځ د ځمکې او اسمان واټن پيدا شوې، هغه چې له وخت څخه په ګټې اخيستنې يا د خپل تندي په برکت يې زده کړه کړې، په تعليم سمبال دی، بې تعليمه ته د انسان په سترګه نه ګوري، هغه چې دنده لري، بې روزګاره سره په يو دسترخوان خوراک ته زړه نه ښه کوي، شتمن بې وزله سره د ناستې وخت نه لري، ان تر دې چې په واده او جنازه کې يې ګډون د ځان توهين بولي، او داسې ښکاري لکه زموږ هيواد چې په زور او قصداً د اروپا او امريکا د هغه زمانې حالت ته وړل کيږي، کله به چې سپين پوستو تور پوستي انسانان نه بلل.

دا چې په خپل وطن کې مهاجر يو او سوال کوو، دا چې په ښته مټو کې بې کاره يو، او په خپله خاوره د پرديو نه مزدوۍ غواړو، او دا چې خپل حقه حقوق په پيسو اخلو، او دا چې په خپله خاوره رانه د اوسيدلو حق اخيستل کيږي، همدا معنی ده چې که هيواد جوړ هم شي، ملت مخ په ورانېدو روان دی.

روان حالت داسې ښکاري چې نړيوال د افغانستان د ملت د ويجاړولو پلانونه لري، د هغوی د پېسو او وسلو په زور ممکنه ده، هيواد تر يو حده اباد شي، خو ملت به ويجاړ شي، او افغانان به بيا دغه افغانان پاتې نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

همداسی بی عقله لکه چی د هغه عسکر او موسسی کیسه دی وکړه نو – همداسی ښه یی ځکه ته دومره لوده شوی چی د دروازی د مخی عسکر نه وظیفه غواړه او هغه تا نه پیسی واخیستی

لګ بیداره شه هر څوک چی یی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x