افغانستانخبرونه

پاکستاني طالبان: اشرف غني د پاکستان ګوډاګی وخوت

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لیندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): تحریک طالبان پاکستان د افغان حکومت هغه عمل په کلکه غندلی چې د دې ګوند یو مهم قمندان «لطیف الله محسود» یې پاکستان ته سپارلی.

پاکستاني طالبانو ویلي چې د افغان حکومت په دې کړنه دا ثابته شوه چې اشرف غني «د پاکستان ګوډاګی او له اسلامي او افغاني کلتور سره نابلده» دی.

که څه هم افغان چارواکو په رسنیو کې پاکستان ته د لطیف الله محسود له ورسپارنې څخه ناخبري څرګنده کړه او دا یې د امریکایانو کار وباله، خو د پاکستاني طالبانو ګوند ویاند «محمد خرساني» په دغه کار کې ولسمشر اشرف غني دخیل بولي.

محمد خراساني په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي:
«اشرف غني په دې پریکړې سره د افغان ملت د خپلواکۍ او غیرت په ویاړلي تاریخ کې د شرم داغ پریښود».

د پاکستاني طالبانو ویاند وايي چې سوله او امنیت د دغسې ګامونو په اخیستلو نه شي راتلای.

نوموړي نه دي ویلي چې د افغان حکومت د دغه اقدام په وړاندې به د دوی غبرګون څه وي، خو زیاتوي چې یو شمیر قوتونه غواړي په افغانستان کې همیشه د نا امنۍ فضا حاکمه وي.

لطیف الله محسود چې د پاکستاني طالبانو یو مهم قومندان و، په ۲۰۱۲ کال په افغانستان کې نیول شوی و، چې امریکايي ځواکونو په زور له افغان ځواکونو یووړ او تر اوږدې مودې زنداني کولو وروسته یې د کابل حکومت په ناخبرۍ کې د روانې اونۍ په سر کې پاکستاني حکومت ته وسپاره. د امریکایانو دا کړنه د افغانستان خپلواکي او حریم ته سپکاوی وبلل شو او د عامو افغانانو تر څنګ د ګڼو شنونکو او چارواکو غبرګونونه یې را وپارول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

داغ یی افغان ملت او قوم ته نه پاتی کیږی هغوی ډلوته پاتی کیږی چی د آمریکا او پاکستان په مرسته دلته قدرت ته رسیدلی او ظلمونه کوی

هیله ده چی د قوم او غیرت مسالی په دی مسایلو کی مه یادوی

او ستاسی د ورځپاڼی څخه می هم دا هیله ده چی مضمون به دقت سره ګوری بیایی نشروی

masoom prince

ډاکټر احمدی صاب: که چیرته دا نن ټکﺉ اسیا: رسنۍ په صحیح معنا سره وکتلﺉ شی دا زموژ لپاره یوه مدرسه ده ما خپله ښوونځی درس ويلﺉ او او سفر هم ډیر کړﺉ مګر دومره څه مې ندي زده کړی لکه دلته مې چې زده کړل وسلام

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x