د نن سرلیکنه

ښاغلی سپنتا، «ملي حاکمیت» لرو، چې نقض شي؟! /سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار، رنګین دادفر سپنتا یوه تازه مقاله لیکلې چې شاید په لومړي ځل وي په افغانستان کې يې پر امریکايي ځواکونو نیوکه کړې ده. د ښاغلي سپنتا نیوکه ځکه په زړه پورې ده چې دې ښاغلی تل د افغان حکومت دننه هغه اړخ نیوه چې د پردیو ګټې په کې پالل کېدې.

تېره ورځ پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی چې د پاکستاني طالبانو یو مخکښ مشر، لطیف‌الله محسود چې په تېر اکټوبر کې افغان امنیتي ځواکونو د لوګر اړوندو سیمو کې نیولی و، امریکايي ځواکونو بې له دې چې له افغان حکومت سره سلا وکړي، پاکستان ته ورسپارلی. سپنتا په خپله مقاله کې له دې خبرې هم پرده پورته کړې چې په اکټوبر کې چې کله افغان ځواکونو غوښتل محسود کابل ته ولېږدوي او تحقیق ترې وکړي، امریکايي ځانګړي ځواکونو Special Force د لوګر په مربوطاتو کې د دوی موټر په داسې حال کې ودروي چې امنیتي ځواکونه شته او لطیف محسود په زوره له دوی څخه اخلي او له ځانه سره یې بګرام ته خپلې اډې ته بیايي!

د سپنتا مقالې دا یو ډېر هيښوونکی راز خپور کړی. له دې ځایه ښکاري چې امریکايي ځواکونه زموږ په هېواد کې له افغان امنیتي ځواکونو سره څه ډول چلند کوي؟!

د دغسې چلند په پام کې نیولو سره ښاغلی سپنتا څنګه د «ملي حاکمیت» ادعا کوي؟! ایا موږ رښتیا هم په تمامه معنا ملي حاکمیت لرو؟!

په سیکولرو او ډیموکراتیکو دولتونو کې حاکمیت یا «Sovereignty» د ولس ده او ولسي جرګه بیا د همدې ولسي حاکمیت تجسم دی. ښاغلي سپنتا داسې د بهرنیو چارو وزیر و چې همدې ولسي جرګې د نه باور رایه ورکړه او سلب اعتماد شو؛ خو ډاکټر رنګین دادفر سپنتا لاهم د بهرنیو چارو وزیر و! دا یو داسې بې بېلګې کار دی چې د نړۍ په هېڅ ډیموکراتیک هېواد کې يې ساری نه لیدل کېږي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په امنیتي تړون کې له هغه بند سره مخالفت وکړ چې دلته مېشتېدونکو امریکايي ځواکونو ته یې قضايي مصوونیت ورکاوه. حامد کرزی د خپلې دیارلس کلنې تجربې په پام کې نیولو سره پوهېده چې امریکایان چې دلته پاتېږي حتما به جنایتونه او جرمونه کوي. د امریکايي لوري ټینګار پر قضايي مصوونیت ښکاره کول چې دوی به دلته د افغانانو په وژنو او سپکولو لاس پورې کوي. رنګین دادفر سپنتا یو له هغو کسانو څخه و، بلکې د هغه ټیم مشر و چې له امریکایانو سره یې د امنیتي تړون د بلاقید و شرط لاسلیک پلوي کاوه او ورته یې کمپاین هم کاوه. کاش چې ښاغلي سپنتا هغه مهال د خپلې مسلکي څانګې (حقوقو) چېپټرونه یو ځل راړولي و چې د امنیتي تړون لاسلیک زموږ ملي حاکمیت سره څنګه ارزول کېده.

له افغان امنیتي ځواکونو څخه د لطیف‌الله محسود په زور نیول او بیا یې په خپله خوښه پاکستان ته سپارل بې له دې چې افغان حکومت ته خبر قدرې هم ورکړي، ښيي چې موږ اصلاً ملي حاکمیت د کلمې په اصلي معنا سره نه لرو، پاتې شوه لا د نقض خبره!

په ټوله دنیا کې دا معمول ده په تېره په افغانستان کې بیا لږ زورور کلتور دی چې کله چارواکي له حکومته څنډې ته شي هغوی بیا په نیوکو سر شي. ښاغلی رنګین دادفر سپنتا بې له دې چې خپلې ماضي ته یو نظر وکړي، اوس پر امریکایانو نیوکه کوي او په اصطلاح د «ملي حاکمیت» ننګه کوي. سپنتا په خپلې مقالې سره یو پاراډوکس منځ ته راوړ چې یو مهال یې پر ضد شپه و ورځ لګیا و او اوس یې پاسداري کوي.

همدا د ښاغلي کرزي او سپنتا د حکومت پر مهال مو همدغو چارواکو تکراروله چې د انتقال پروسه مو «ملي حاکمیت» بشپړوي. اوس مو د امنیتي تړون په لاسلیک سره د انتقال پروسه وشړوله؛ نو په دغسې حالت کې د ملي حاکمیت د ننګې پر ځای یې پر شتون فکر وکړئ چې لا یې هم لرو که نه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x