افغانستان

کندهار: د زندان مسئول له خپل مرستیال اوساتونکو سره یوځای ونیول شو

_52351361_kandahar_tunnel_624 (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۸) دکندهار دمرکزي زندان مسئول جنرال غلام دستګیر له خپل مرستیال اوساتونکو سره یوځای هغه وخت ونیول شو کله چي دکورنیو چارو وزارت، عدلي وزارت او ملي امنیت یو لوړ پوړي پلاوی کندهارته راغي ترڅو مالومه کړي چي دکندهار دزندان په پیښه کي خو به دکندهار دامنیتي مسئولینو کوم لاس نه وو.

تیره ورځ دافغانستان دعدلیي وزارت ویاند خبرورکړی وو، چي دزندان په پیښه کي دزندان دننه دامنیتي چارواکو لاس درلودل باید له پامه ونه غورځول شي.
ویل کیږی ټول نیول شوی کسان به له کندهار څخه کابل ته انتقال شی ترڅو دنوموړيو په اړه پوره پلټني وشي.
دافغانستان ددفاع وزارت چارواکي وایی دیوه تونل په واسطه د دومره زیاتو زندانیانو وتل دی ته اشاره کوي چي خبره له دننه څخه خرابه ده. نوموړي زیاته کړه چي څرنګه ټولو زندانیانو وکولای شول چي ټول دي د دوو یا درو ساعتونو په تیریدو سره وهغي یوي خوني ته برابر شي چیري چي دتونل خوله راوتلی وه، اوبل هغه کورچیري چي دتونل خوله وتلي وه طالبانو دموټرو یو کاروان برابر کړي وو. نوڅرنګه دزندان ساتونکو ونکړای شوه چي موټر وویني اویا دزندانیانو شور واوري.
بخت الرحمن بخت……………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x