دې پيشو یې څښتنې ته ۱۰۰ملیونه ډالر وګټل!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د خدای د ورکړې اندازه او نیټه نه وي معلومه. د امریکا په اریزونا ایالت کې یوې پیشو خپلې مالکه نه یوازې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو خاونده کړه بلکې د نوموړي عواید يي د امریکا له ډیرو مشهورو تجارتې څیرو څخه هم زیات کړل.

دغه پیشو چې ګرمپي نومیږي د اریزونا ایالت ټباتا بنډسن نومې میرمن ده چې خپل ښایست، لنډ قد او زړه وړونکو حرکتونو سره په انټرنیټ کې ډیر زیاته مشهوره شوه او یوازې د دوو کلونو او شپږو میاشتو په عمر يي خپله مالکه د ۱۰۰ میلیونه ډالرو خاونده کړه.

ګرمپي نومې دغه پیشو د خپل شهرت په لومړي کال ۱۹ میلیونه ډالر ګټلی و خو اوس دغه پیشو مخ پر وړاندې روانه ده. دغه پیشو اوس په فلمونو کې هم کار کوي چې په دې وروستیو کې يي لومړی فلم د کتونکو ځانګړی توجه په جذبولو بریالی شو.

ګرمپي نومې دغې پیشو فلم ۱۵ ژبو ته ترجمه شوی او د نوموړي شهرت اندازه وروسته له هغې معلومه شوه چې ویډیو يي په یوټیوب کې ۱۵.۷ میلیونو کسانو لیدلی وه.

د دغې پیشو مالکه چې په هوټل کې په کار کولو بوخته وه وايي چې دغه پیشو ماته یو ستر نعمت دی چې زما ژوند يې بدل کړ. نوموړی د خپلې پیشو له مشهورېدو وروسته يې په هوټل کې خپله دنده پریښې او یوازې د خپلې پیشو خدمت کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د