ټکنالوژي

مایکروسافټ وینډوز ۱۰ به وړیا نه وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱۸مه ۱۳۹۳ل): تر اوسمهاله د مایکروسافټ کمپنۍ وینډوز اپریټنګ سیسټم په وړیا ډول کاروونکو ته وړاندې کیده په داسې حال کې چې د اپل او ګوګل کمپنۍ خپل اپریټنګ سیسټم په مقابل ټاکل شوې اندازه پیسې اخلي.

اوس مایکروسافټ کمپنۍ هم غواړي چې خپل اپریټنګ سیسټم کاروونکو ته په وړیا ډول وړاندې نه کړي. دغه کمپنۍ په دې اړه څیړنه کوي چې له کاروونکو څخه کومه اندازه پیسې او کومې طریقې سره د وینډوز استعمالولو په مقابل کې واخیستل شي.

مایکروسافټ کمپنۍ د سیپټمبر په میاشت د وینډوز ۱۰ ازمیښتې نسخه کاروونکو ته وړاندې کړې وه چې د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ شوی وو او یوازې څو ورځو په موده په لکونو کسانو د وینډوز ۱۰ نسخې حاصلولو لپاره خپل نومونه ولیکل.

دغې کمپنۍ مسول وویل چې په مختلف طریقې سره به د دغې وینډوز بیه وټاکل شي. نوموړی زیاته کړه چې مونږ به دغې وینډوز سره کاروونکو ته نور ډیر اضافي خدمتونه هم وړاندې کړو.

د مایکروسافټ کمپنۍ له څرګندونو داسې ښکاري چې وینډوز به په وړیا ډول وړاندې کړي او د وینډوز اړوند سافټ وییر او پروګرامونه به د پیسو په مقابل خرڅ کړي او یا هم د وینډوز استعمالولو په مقابل کې به کاروونکي میاشتنۍ فیس ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x