نړۍ

سنا: سي آی اې د «مشکوکو ترهګرو» سره وحشیانه چلند کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د امریکا د متحده ایالتونو مشرانو جرګې (سنا) په یوه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد څارګرې ادارې (سي آی اې) «مشکوکو ترهګرو» سره د تفتیش پر مهال خورا وحشیانه چلند کړی.

د امریکا د مشرانو جرګې (سنا) د څارګرې ادارې اړوند کمېسیون په دغه راپور کې ویلي چې امریکايي قوم د هغو تکتیکونو په اړه چې د ۲۰۰۱ د ستمبر د ۱۱مې وروسته د «تفصیلي تفتیش» لپاره استعماليدل سم معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د راپور په لنډیز کې ویل شوي چې «مشکوکو ترهګرو» څخه تفتیش په ناوړه توګه اداره شوی، د تفتیش د طریقو څخه ترلاسه شوي معلومات د اعتماد وړ نه دي او سي آی اې په دې کې ناکامه شوې چې له دغو کسانو څخه کاري معلومات ترلاسه کړي.

سي آی اې په وروستیو څرګندونو کې ویلي و چې د دغو تفتیشي طریقو پر مټ چې د امریکا سنا یې وحشتناکه او له بربریته ډک بولي، ډيری انسانان بچ کړي.

د امریکا څارګرې ادارې مشر جان برینن ویلي چې د دغو تفتیشونو (په وحشیانه طریقو سره د بندیانو شکنجه کول او بیا ترې معلومات ترلاسه کول) څخه ترلاسه شوي معلومات د القاعده په پيژندلو کې کلیدي رول ادا کړی او نن هم د «ترهګرۍ» د مخنیوي لپاره په کار راځي.

سي آی اې منلې ده چې د دغه پروګرام په پیل کې له دوی تېروتنې شوي دي.

د سي آی اې شکنجې او انسان‌ضد کړنې ان د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا د ارزښتونو «مخالفې» ګڼلي دي.

نوموړي ویلي چې د سي آی اې د تفتیش دغو طریقو په نړۍ کې د امریکا مقام متضرره کړی او دوی ته یې دا ستونزمنه کړي چې له خپلو ایتلافي هېوادونو څخه امریکايي ګټې څنګه ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۹ کې کله چې بارک اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، د سي آی اې «تفتیشي پروګرام» یې په ټپه ودرولو.

د امریکا د سنا څارګرې ادارې کمېسیون راپور شپږ زره مخونو باندې مشتمل دی، په دې کې د سي آي اې د وحشیانه کړنو، شکنجو او بربریت په اړه بې شمېره ثبوتونه وړاندې شوي خو اوسمهال د دغه راپور ۴۸۰ مخه لنډیز عامو خلکو ته راوتلی دی.

د امریکايي چارواکو تر منځ له ډیره وخته پر دې لانجې وې چې د دې راپور کومې برخې نشر او کومې نشر نه کړي او له همدې امله د دې راپور خپریدل ډير وځنډیدل.

د یادونې وړ ده چې په اسلامي نړۍ کې د جګړې پیلوونکي جورج بش (زوی) د ولسمشرۍ پر مهال د القاعده پر ضد اقداماتو کې سلو څخه زیات «مشکوک ترهګر» د امریکا څخه بهر په (Black Sites) یا پټو زندانونو کې ساتلي وو.

له دغو کسانو څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره سي آی اې واټر بورډنګ [د شکنجې یو ډول دی چې د بندي پر مخ یو ټوټه واچوي، سا یې وربنده کړي، له پاسه پرې اوبه واچوي]، بې خويي، سخت موسم، زیات یخ او یا هم زیاته ګرمۍ په څېر وحشیانه او له تشدد ډکې طریقې استعمال کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د تفتیش پر مهال ځينې بندیان ۱۸۰ ساعته چې تقریبا ۷ نیمې ورځې کیږي، خوب ته نه دي پریښودل شوي او واټر بورډنګ له امله هم زیات شمېر بندیان بې هوښه کېدل.
د بشري حقوقو ادارو د سي آي اې د دغو شکنجو په اړه تر دې مهاله په وروستیو کې څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x