افغانستان

د کابل په هوايي قول اردو کې نه کسه بهرني سرتېري وژل شوي

altنن ټکی آسیا: د کابل په هوايي قول اردو کي د یو افغان سرتیري له خوا شپږ تنه بهرني عسکر ووژل شوه.

په کابل کي د ایساف مطبوعاتي دفتر نن د یوې خبر پاڼي په خپرولو سره وویل چي نن په کابل کي د ډزو په یوه پيښه کي د ایساف ۶ تنه عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

خبر پاڼي د وژل شوو عسکرو هویت نه دي په څرګند کړی او نه يي په څرګنده ویلي چي دا عسکر په دقیقه توګه په کومه پيښه کي وژل شوي.

ددې تر مخه د ملي دفاع د وزارت څخه په یوه اعلامیه کي ویل شوي وه، چي د کابل په هوايي قول اردو کې د هوايي ځواک یو تن افسر چي پیلوټ هم دی د بهرنیو همکارانو سره یي پر یو خبره لفظي شخړه پيښه سوله، چي بیا په ډزو بدله شوه، او مرګ ژوبله په کښي ورسیده.

د کابل امنیه قوماندانۍ مرستیال محمد داود امین ویلي وو چي د ډزو دغه پيښه د بهرنیو او افغان فوځي افسرانو د یوې غونډي پر مهال را منځته شوه.

طالبانو چي ددې برید مسولیت یی هم په غاړه اخیستي ویلي چي ددوی یو تن سرتیری مجاهد د کابل د ښار اوسیدونکی عزیز الله چي فوځی یونیفورم یی په تن وو، له خپلي وسلې سره په دې توانیدلی چي هوايي قول اردو ته داخل شي، او ځان د قول اردو د سوق د ادارې دفتر ته ورسوي، او هلته د خارجي او داخلي عسکرو تر منځ د رواني غونډي پر برخوالو ډزي پیل کړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي په دغه پيښه کي لږ تر لږه ۹ تنه بهرني او ۵ تنه کورني عسکر ووژل شوه، او یو شمېر نو ټپيان شوه.

د نومړي په وینا کله چي د برید کوونکي سره مرمۍ خلاصي شوې، نو هغه هم په متقابلو ډزو کي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x